د یوې درختې( ونې) کښېنول هم صدقه ده:

لیکنه او را ټولونه: شهیدالله “شهیدخیل”
زما د کلیمې وروڼو دا چې د پسرلي موسم را نږدې او د نباتاتو د بیا را ژوندي کولو یا د بیا را زرغونېدو وخت دی، نو له تاسې ټولو څخه زما هیله د یوه مسلمان په صفت داده چې د خپل ځان د اخروي ګټې لپاره هتماً یوه ونه ( درخته) کښېنوی ځکه چې ددغې درختې کښېنول صدقه جاریه ده، تر کومه وخته پورې چې دغه ونه (درخته) زرغونه وي او له دې څخه چې هر ژوندی موجود استفاده کوي نو ددغې کس لپاره صدقه ده، او بل دا چې زموږ خوږ نبي کریم صلی الله علیه وسلم ددې په اړه فرمایلي دي:
حَدَّثَنَا أَبُو مُعَاوِيَةَ ، عَنِ الْأَعْمَشِ ، عَنْ أَبِي سُفْيَانَ ، عَنْ جَابِرٍ , قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” مَنْ غَرَسَ غَرْسًا , فَأَكَلَ مِنْهُ إِنْسَانٌ , أَوْ طَيْرٌ , أَوْ سَبُعٌ , أَوْ دَابَّةٌ , فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ.(مسند احمد)
ژباړه: د حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چاچې کښېنوله یوه ونه (درخته) او هغه را زرغونه شي نو له دغې ونې څخه وخوړل يو څه انسانانو،مرغانو،درنده ګانو او چهار پایانو. نو دغه هم صدقه ده د دغه سړي لپاره.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button