مجاهدو طالبانو ته څو عاجلې توصيې

فاتح افغان
مجاهدو طالبانو، لکه څرنګه چې خبر ياست له صليبي اشغالګرو سره د توافقنامې د لاسليکولو لپاره به دواړه اړخونه د يوې اونۍ لپاره د مناسبې فضاء په رامنځته کولو کار کوي او په عملياتو کې به محدوديت راولي.
خو دا چې دښمن مو په غدر، فريب او مکر کې ژوره مخينه لري، له همدې امله مجاهد طالبان مکلف ګرځي چې دا مرحله په سمه توګه مديريت کړي ترڅو دښمن ورڅخه د جهادي صف د پاشلو او جهادي داعيې د کمزوري کولو لپاره استفاده ونکړي، د دې لپاره مجاهدو طالبانو ته لازمه څو مهمو نکتو ته متوجه شي.

له خپلې وسلې غافله نشئ.
په دې نړۍ کې د عزتمن ژوند لپاره وسله ساتل ډير اړين دي، الله تعالی وسله د همدې لپاره پيدا کړې چې ورباندې د عقيدې، ناموس، خاورې، ځان او مال ساتنه وشي، دا نن چې امريکې د افغان ولس څه غوښتنو ته انعطاف ښودلی د همدې زنګ وهلو ټوپکونو برکت دی.
صليبي اشغالګر به ډيره هڅه وکړي چې له وسلې څخه افغان ولس په ځانګړې توګه مجاهدين زړه توري او غافله کړي په يوه او بله رنګينۍ ورڅخه وسله وتروړي، ضعيف او ناتوانه يې کړي او په دې توګه خپلو ناوليو موخو ته ورسيږي، د کفارو له دې شيطاني دسيسې څخه قرآن کريم موږ تاسې ته ډير پخوا خبر راکړی، الله تعالی فرمايې:
وَدَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ لَوْ تَغْفُلُونَ عَنْ أَسْلِحَتِكُمْ وَأَمْتِعَتِكُمْ فَيَمِيلُونَ عَلَيْكُم مَّيْلَةً وَاحِدَةً.
ژباړه: د الله جل جلاله د دين منکران خوښي چې تاسې له خپلې وسلې او سامان څخه غافله شئ نو هغوی درباندې يوناڅاپي بريد وکړي (او له مينځه مو يوسي).
نو پام چې هرڅومره د اوربند، سولې او د اشغالګرو د وتلو اوازې نشريږي له خپلو وسلو څخه غافله نشئ، جهادي اعداد ته شا نکړئ، د دمې له دې فرصت څخه د قتالي فنونو، جګړه ييزو تکتيکونو او نويو وسلو د زدکړې لپاره استفاده وکړئ.
يو ځل بيا په ټينګار سره وايم چې بې له شکه امريکايان به وتښتي اشغال به پای ته ورسيږي او ماتې به وخوري، خو پام چې تاسې له خپلو وسلو څخه غافله نشئ، له اعداد څخه بې فکره نشئ، جهادي تمرينونه جاري وساتئ، په جګړييزو تکتيکونو کې مهارت ترلاسه کړئ، د بدني او فکري وړتياوو د لوړلولو لپاره کار وکړئ، داسې ځواک جوړ کړئ چې بيا څوک ګران هيواد افغانستان ته په کږو سترګو ونه ګوري، داسې قوت چې څوک بيا د افغانستان د اشغالولو خوبونه ونه ګوري.
مجاهدو ځوانانو، عقيده، ناموس، وطن، او ارزښتونه په وسله ساتل کيږي، د کفارو په تبليغاتو ونه غوليږئ، پام چې وسله مو له لاس څخه وانخلي وسله ډير ښه شی دی.
عن عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ الْجُهَنِىَّ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ :« سَتُفْتَحُ لَكُمْ أَرَضُونَ وَيَكْفِيكُمُ اللَّهُ الْمُؤْنَةَ فَلاَ يَعْجِزْ أَحَدُكُمْ أَنْ يَلْهُوَ بِأَسْهُمِهِ ». رَوَاهُ مُسْلِمٌ
ژباړه: له حضرت عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روايت دی هغه وايې چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واوريدل چې فرمايل: ((ژر ده چې تاسې به ډيرې زمکې فتحه کړئ او الله تعالی به د دښمنانو له شر څخه خوندي کړي، خو بيا هم په تاسې کې يو تن دومره ناتوانه نشي چې په خپلو غشو ساتيرۍ ونکړي.
له دې سره سره مجاهدين بايد امنيتي حس لا غښتلی کړي، له احتياط څخه کار واخلي ترڅو خدای مکړه د دښمن د کومې دسيسې ښکار نشي.

دعوت او اصلاح
صليبي اشغالګر د افغانانو یوازې د سر او مال دښمنان نه دي، له افغانانو سره د دښمنۍ بنسټ يې عقيدوي دی او د اشغال په تيرو دوو لسيزو کې په عقيدوي او فکري برخه کې ډير ويجاړی رامنځته کړی، څرنګه چې مجاهدو طالبانو د وسلوالې مبارزې په برخه کې د افغانانو قيادت وکړ وجيبه يې جوړيږي چې په د دعوت او اصلاح په لاره کې هم د قيادت واګي په لاس کې واخلي د اذهانو د تنوير لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې وکړي او په دې توګه د فتنو ريښې غوڅې او ټولنه له ناوليو افکارو، فاسدو عقيدو او بې لاريو څخه وژغوري.
همدارنګه په دې موده کې مخالفينو ته په احسنه طریقه دعوت ورکول ترڅو هغوی حقائق درک او له مخالفت څخه لاس په سر شي.

وحدت مو لا ټينګ کړئ
وحدت د الهي نصرت له مهمو اسبابو څخه دی، د اسلامي امارت تر قيادت لاندې د مجاهدينو يووالی د الله رب العالمين ځانګړی فضل دی موږ تاسې په نږدې ماضي کې دشوروي پرضد د جهاد تجربه په وړاندې لرو، د مجاهدينو له لاس څخه د جهادي ثمرې د وتلو ستر سبب د جهادي ليکو تفرق او اختلافات و، په عربي نړۍ کې موږ تاسې په خپلو سترګو وليدل چې د همدې اختلافاتو له کبله جهادي خوځښتونو يو بل تکفير او ووژل چې له امله يې جهادي صف کمزوری او دښمنان خپلو شومو موخو کې په کاميابيدو ښکاري.
د اسلامي امارت تر قيادت لاندې يو موټۍ جهادي مقاومت د اسلام دښمنان ځوروي، هغوی د دې وحدت د له منځه وړلو لپاره ډيرې هلې ځلې وکړې له ګمراه کوونکو تبليغاتو نيولې تر تطميع او مادي اغراءاتو پورې په هيڅ يې صرفه ونکړه، خو الحمد لله تراوسه پورې پکې ناکام شوي، مجاهدين له دې وروسته هم بايد د خپلمنځي وحدت ساتلو ته لازياته پاملرنه وکړي ترڅو دښمن نامراده شي.

اطاعت په هر حال کې
کيدای شي د پخوا په څير به له يوه او بل لوري څخه به په خپلو مشرانو باندې د بې باورۍ لپاره وهڅول شئ، پام چې په خپلو مشرانو اعتماد له لاسه ورنکړئ، د همدې قيادت برکت ده چې د افغانستان مجاهدين له انحراف او ښوييدنې څخه ژغورل شوي.
د دې قيادت قدر وکړئ ورباندې د الله رب العالمين شکر وباسئ په عسر او يسر، خوښي او ناخوښي کې يې د اطاعت التزام وکړئ په دې توګه به مو دښمن ذليل او مخ توری وي او سوبه او بريا به ستاسې په برخه وي ان شاء الله.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button