ویسا: نړیواله ټولنه په لوی لاس په افغانستان محکم نظام نه غواړي

عزم(یکشنبه، ۰۴کب، ۱۳۹۸ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې په اورکم او د اجرائیه رئیس له‌خوا د موازي حکومت په اعلان باندې بحث کړی دی. ورځپاڼې اووه ورځنی اورکم ګټور بللی دی؛ خو د عبدالله عبدالله له‌خوا اوسني خوځښتونه یې د دې بهیر پر وړاندې خنډونه یاد کړي دي.

«پرون عجیبه ورځ وه، ولس مو یوه لور ته د دایمي سولې په تمه د یوې اونۍ (اورکم) فرصت ته څڼې غورځولې او دایې نړۍ ته ورښودله چې دغه جګړه د دوی نه ده پر دوی تپل شوې ده، له دوی نه چې قرباني اخلي دا لوی ظلم دی چې نور باید ودرول شي. بل لوري ته زموږ د ولسمشرۍ د انتخاباتو مبتذله ډرامه روانه وه چې د تېر حکومت دوه ټیمونه پکې د راتلونکي حکومت دعوه دار دي. غني د انتخاباتو کمیسیون بریالی اعلان کړی او ډاکټر عبدالله پخپله د خپلې بریا اعلان کړی او پرون يې په دوو ولایتونو کې نوي والیان ګومارلي دي. که دغه لوبه دوام کوي د سولې په شمول به د ولس په ډېرو هیلو خاورې واړوي.»

ورځپاڼې افغان سیاستوال ملامت کړي دي، چې له تېرو پېښو عبرت نه اخلي او پرله‌پسې تېروتنې کړوي، چې ښه بېلګه د سولې هیلې او د دوی د موازي حکومتونو اعلان دی.

«که د سولې غږ او د اور کم یو اونیز پيل د ولس په زړونو کې د سوکاله هېواد په غږ کې د ورورولۍ د ګډ ژوندانه د بیا پیل هیلې راټوکولې نو په پوره باور دې بلې سپېرې لوبې دغه هیلې مړ ژواندې کړې دي، که خدای مه کړه دغه لوبه دوام کوي په ستره غمیزه بدلېدای شي. یو څه چې په دې لوبه کې ډېر مهم دي هغه د نړۍ په تېره د هغو هېوادونو سوړ او ګونګ غبرګون دی چې د دغې ټولې لوبې اصلي لوبغاړي همدوی دي. ولسونه له تاریخي پېښو او جریاناتو څخه عبرت اخلي او خپله راتلونکې ټاکي، متاسفانه زموږ په سیاسي کدرونو کې له تېرو څلورو لسیزو جریاناتو څخه د عبرت اخیستلو جوهر یا نشته او یا ډېر لږ دی که داسې نه وای زموږ د انتخاباتو پروسه به له داسې ابتذال سره نه وای مخ شوې.»

د ویسا په باور، نړیواله ټولنه هم په افغانستان کې بېلابېلې لوبې روانې کړي. یو ځل یې د ټاکنو پایلې اعلان کړې؛ خو بل لوري ته یې عبدالله عبدالله راپاڅاوه او د موازي حکومت اعلان یې پرې وکړ.

«د ولسمشر په توګه د اشرف غني په اعلان کې هېڅ شک نشته چې امریکا او متحدین یې په جریان کې دي، ولې یې د انتخاباتو د پایلو له اعلان سره سم غبرګون ونه ښود او ګټونکي لوري ته یې مبارکي ونه ویله؟ یوناما چې د ډاکټر عبدالله لخوا د والیانو ګومارل غیر قانوني بولي، په خپل لومړني غبرګون کې يې ولې داسې پيغام نه ؤ چې عبدالله او ډله یې د متوازي حکومت د اعلان جرئت ونه کړي، ځواب معلوم دی، موخه دا وه چې افغانان باید نه مشروع حکومت ولري او نه د ولس اراده پکې رول ولري چې حساب پرې وکړي. دا ټولې هغه پېښې دي چې که افغانان په ټوله کې د روان وضعیت په باب هوښیار نه کړي نو خدای مه کړه د سولې په شمول به مو ډېر ارمانونه له خاورو سره خاورې کړي، موږ پر ټولو افغانانو غږ کوو چې دغه حساس حالت درک کړي د هېواد برخلیک ټاکونکې شېبې دي، که مو و بایللې ټول به په ذلت محکوم وو.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button