امريکايان له خپلو خوندي هډو نه د اول محشر په لور

عبدالرقیب رقیب:

تير ماښام په خبرونو کې مې واوريدل چې د طالبانو له خوا امريکايانو ته د وتلو د فرصت توافقنامه لاسليک ته چمتو شوې ده؛ د ترسره کولو لپاره يې اوه ورځي د لويو بريدونو توقف اعلانېږي او بيابه امريکايان , چې د کرزي په وينا “د وتلو لپاره نه وو راغلي” خپلې هډې نړوي او کډې به باروي.

له موبایل بندولو وروسته مې د سبا درسونو لپاره د اعداد مطالعه پيل کړه، د اصول الفقه يو کتاب (نور الانوار) مې راواخيست, د قياس په بحث کې لومړۍ يادونه د هغو يهودو شوې وه چې په مدينه منوره کې له قوي او محکمو کلاو نه د ضعيفو مسلمانانو له خوا په زور وتلو ته مجبور شوي وو، الله ﷻ مسلمانانو ته امر کړی و چې د دوی له حاله عبرت واخلئ!
هغه قراني ارشاد داسي و:

(هُوَ ٱلَّذِیۤ أَخۡرَجَ ٱلَّذِینَ كَفَرُوا۟ مِنۡ أَهۡلِ ٱلۡكِتَـٰبِ مِن دِیَـٰرِهِمۡ لِأَوَّلِ ٱلۡحَشۡرِۚ مَا ظَنَنتُمۡ أَن یَخۡرُجُوا۟ۖ وَظَنُّوۤا۟ أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمۡ حُصُونُهُم مِّنَ ٱللَّهِ فَأَتَىٰهُمُ ٱللَّهُ مِنۡ حَیۡثُ لَمۡ یَحۡتَسِبُوا۟ۖ وَقَذَفَ فِی قُلُوبِهِمُ ٱلرُّعۡبَۚ یُخۡرِبُونَ بُیُوتَهُم بِأَیۡدِیهِمۡ وَأَیۡدِی ٱلۡمُؤۡمِنِینَ فَٱعۡتَبِرُوا۟ یَـٰۤأُو۟لِی ٱلۡأَبۡصَـٰرِ)
[سورة الحشر 2]
همغه ذات دى چي اهل كتاب كافران یې په همدې لومړۍ حمله کښي له خپلو كورونو څخه وايستل. ستاسي هيڅ دا ګومان نه ؤ چي هغوى به ووځي او هغوى هم دا ګڼله چي خپلي كلاوي به یې له الله څخه وژغوري. خو الله له داسي لوري پر هغو راغى چي هغې خوا ته يې هیڅ خيال هم نه ؤ. او د هغو په زړونو کښي یې ويره واچوله. نتيجه دا شوه چي هغوى خپله پخپلو لاسونو سره هم خپل كورونه ورانول او د مؤمنانو په لاسونو سره یې هم ورانول؛ نو عبرت واخلئ، اې د سترګو څښتنانو (اې ليدونکیو)!

د اهل کتابو دغه ټولی چې د مومنانو خلاف د کافرانو ترڅنګ دريدلي و, الله ﷻ ورته له خپلو قوي او محکمو کلاو د ويستلو سزا ورکړه, او بيا يې مسلمانانو ته د دوی له حاله د عبرت اخستلو امر وکړ، ترڅو مسلمانانو له دغسي کړنو ځانونه وساتي, کنه نو انجام به يې دغسي وي

د کتاب مصنف دغه قراني ارشاد د قياس د حجيت د اثبات لپاره د دليل په توګه نشر کړی و
ثابته کړې يې وه چې قياس په شريعت کې معتبر دليل دی او په عمل کې لزوم افاده کوي.

خو زما توجه په بله لاړه, د امريکايانو تېښتې کش کړم او د افغانستان په تير څلويښت کلن تاريخ کې د دې قراني ايت په عمليه راوګرځيدم, په ايت کې مطلق د بصر او بصيرت خاوند ته د عبرت اخستلو امر شوی دی؛ راځئ ليږ يې سره ولولو..

دلته شوروي په ډير شور او زور راغله, هغه شوروي چې يرغل يې په نړۍ کې د پيل د قدم په نوم شهرت لرل, چيرته چې به دوی ګونډ وواهه مجال نه و چې بيا دي چا پورته کړي وای
خو د الله ﷻ ارادې بيلې وې, د داسي بې وسه او غريبو ولسونو په زور يې د هغوی حشر او اخراج وکړ چې د دوی هيڅ خيال نه و.

په افغانستان کې د وخت مسلط واکمن (نجيب) د شورویانو له حشر نه عبرت وانخيست, د روسانو په ټانګونو غره او د هغوی په معنوي او مادي تمويل ډاډه له هغوی سره همغږی د دين مخالف پاتي شو.
الله ﷻ ورته داسي حشر برابر کړ چې ټول جهان يې ننداره وکړه.

د وخت د مجاهدينو ځيني مشرانو د دښمن له حشر نه عبرت وانخيست, په خپلو کې سره ښکیل شول، د قدرت په سر يې سره وخوړول, اسلامي نطام يې تاسيس نه کړ, مظلوم افغانان يې نور هم وځورول.
الله ﷻ ورباندي داسي حشر راوست چې د دوی هيڅ ګومان او خيال نه و, مظلوم ولس د طالب په نوم ورباندي راوپاڅيده او دغه ظالمان يې داسي تيت پرک کړل ” كَأَنَّهُمۡ جَرَادࣱ مُّنتَشِرࣱ ” لکه دوی چې خواره واره ملخان وي.

کله چې طالبان صحنې ته راغلل ، د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد – رحمه الله – د وينا له مخي داسي کړنې يې وکړلې چې په سبب يې الهي غضب راوپاريده او هغوی ته يې هم د خپل سنت له مخي عذاب وروڅکل, امريکايان يې ورباندي مسلط کړل ، له خپلو کورونو يې وشړل او هجرتونو ته يې مجبور کړل…

امريکايانو او د هغوی حليفانو چې طبعاً الهي اوامر يې له نظره غورځولي وو، وحشتونه يې پيل کړل، داسي غټې او فرعوني دعوې يې وکړلې چې له انسان سره نه ښايې، د توحيد کلمې د توهين جرم يې ترسره کړ او…
دا دی د هغوی د حشر ورځ هم راغله, د هغوی قوي هډې او پرمختللي کمپونه هم نړول کېږي، هغوی چې د وتلو خيال يې نه لرل نن ويستل کېږي، چې په خپلو لاسونو يې محکم ځايونه جوړ کړل او سخت يې اکمال کړل نن يې بيا په خپلو لاسونو نړوي…

نو راځئ عبرت واخلو
د کابل اداره بايد د نجيب کړنې تکرار نه کړي، کنه نو له ارګ نه به يې حشر د اريانو په لور وي
او طالبان بايد د ځيني تنظيمونو کړنې تکرار نه کړي کنه نو سرنويشت به يې د خورو ورو ملخانو وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button