هرات کې د کرونا ویروس تثبیت شوې مشکوکې پیښې واقعي نه وې

 

عزم(یکشنبه، ۴کب ۱۳۹۸): چارواکي وایي د کرونا ویروس هغه درې مشکوکې پیښې چې تیره ورځ په هرات ولایت کې تثبیت شوې وې، واقعي نه وي او ددوی ټولو طبي معایناتو دا ښوودلې چې هغه درې کسان چې دوی قرنطین کړي وه، پر یاده ناروغي نه وه اخته شوي.
خو د هرات د عامې روغتیا ریاست بیا دا خبر تر اوسه اوازې بولي او وایي چې د دې معایناتو نتیجه یې پلازمینې کابل ته لیږلې او کله هم چې دا پیښه منفي یا مثبته مالومه شوه، رسمي اعلان به یې پلازمینه کابل کې د روغتیا وزارت کوي.

بلخوا بیا د ملي امنیت شورا په یوه ناسته کې د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له ایران سره په موقتي ډول د ځمکې او هوا له لارې تګ راتګ باندې بندیز لګولی دی.

دغه ناسته کې همداراز پرېکړه شوې ده چې د یاد ویروس د مخنیوي لپاره دې له ایران او پاکستان څخه د چرګانو او هګیو واردات هم ودرول شي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي دي چې ایران کې افغان سفارت د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د یاد هېواد په یو شمېر ښارونو کې خپل کونسلي خدمتونه د ۳ ورځو لپاره ځنډولي دي.

په همهاله توګه ترکیې، عراق، ازبکستان او پاکستان هم له ایران سره خپلې پولې د مسافرو د تګ راتګ پر مخ تړلې دي.
وروستي راپورونه وایي چې په ایران کې تر اوسه د کرونا ویروس له امله نږدې ۲۰ تنه مړه شوي او په لسګونو نور پرې اخته شوي دي، دغه راز هغه مخکښ ډاکټر چې د ایراني دولت لخوا قم ښار ته د یادې ناروغۍ د کنترول په موخه لیږل شوی وه، هم پر دې ناروغۍ اخته شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: