لاس انجلس ټایمز:امریکایان دې پایلې ته رسیدلي  چې افغان جګړه کې یې دردونکې ماتې خوړلې

عزم(سه شنبه، ۶کب ۱۳۹۸): د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په یوه اوږده سرمقاله کې افغان جګړې او د طالبانو او امریکا ترمنځ وروستیو توافقاتو ته پاملرنه کړې او ویلي یې دي چې لوی اکثریت امریکایي ولس اوس دې پایلې ته رسیدلی چې افغان جګړه تر دې وروسته له خپل اصلي هدف چې د القاعده ډلې ماتول وه، ډیره مخته تللې او پر یوه غموونکي او له لګښتونو ډکه ناکامه او بایلونکې جګړه باندې تبدیل شوې ده.
ورځپاڼه وایي، د امریکا لخوا طالبانو ته د یوې سیاسي او مشروع ډلې په توګه مشروعیت ورکول د امریکا ماتې ښه په ډاګه کوي.

ورځپاڼې د طالبانو هغې سرمقالې ته چې د جمعې په
ورځ د خپره شوه او پکې راغلي وه«مونږ غواړو د توافقنامې له مخې ټول امریکایان له افغانستانه ووځي او هیوادوال په سولییزه فضا او د اسلامي حکومت تر چتر لاندې ژوند وکړي» اشاره کړې او ویلي یې دي چې امریکایي مقاماتو ورته ددې خبر د تائید ترڅنګ ویلي چې که چارې د شوي توافق له مخې مخته ولاړې شي، دوی به په دغه هیواد کې د خپلو ځواکونو شمیر صفري درجې ته راښکته کړي.

لاس انجلس وایي، ټرمپ د خپلې واکمنۍ پرمهال داسې ځانګړې لاسته راوړنه نلري، چې په مټ یې د امریکایي ولس بیا مشرتوب ترلاسه کړي او په دې موخه چې د امریکایی ولس پام ځانته راواړوي، په خورا بیړنۍ توګه دا پروسه مخته وړي، تر څو خپل ولس ته یې د لویې لاسته راوړنې په توګه وښیي.

ورځپاڼې ویلي، طالبان چې ډیر د شهرت او عکس اخیستلو مینوال نه دي، څومیاشتې وړاندې یې د ټرمپ هغه تبلیغاتي غونډه چې په پام کې وه په کمپ ډیویډ کې جوړه شي، هم لغوه کړې وه او له امریکا یې غوښتي وه چې لومړی باید توافقنامه ورسره لاسلیک کړي بیا به دوی هم امریکا ته ورشي، چې ټرمپ ورسره څخه انکار وکړ او د لاسلیک مراسم یې د یوه پوځي د وژلو په بهانه لغوه کړل.

ورځپاڼې ویلي، دا ویره یقیني ده چې که طالبان واک ته ورسیدل “چې رسیدونکي هم ښکاري”، ښایي د دیموکراسي ټول بنسټونه ورسره ونړیږي او پر اسلامي اصولو جوړ حکومت رامنځته شي«خو طالبان وایی د ښځو د حقوقو تر څنګ ټولو اصولو او کړنلارو ته چې له اسلامي اساساتو سره ټکر ونه لري، مشکل نلري. »

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button