امرالله صالح ۳۹ کسان هغه ته په رسنیو کې د توهین له امله څارنوالي ته معرفي کړي

عزم(سه شنبه، ۶ کب ۱۳۹۸): لویې څارنوالی منلې چې د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح په مشري زرغون بهیر یا روند سبز له لوري ۳۹ تنه له دې امله ورپیژندل شوي چې صالح ته یې په ټولنیزو رسنیو کې توهین او ښکنځلې کړي دي.

د لویې څارنوالی ویاند جمشید رسولي رسنیو ته ویلي چې له دې شکایتونو څخه اوه یې ډیر دمخه دې ادارې ته رسیدلي و او د قانون له مخې لوی څارنوالۍ ته استول شوي دي.

هغه ویلي چې همداراز نور یې درې مورده وړمه ورځ او باقي یې پرون ورځ دوی سره ثبت شوي دي.

لویې څارنوالی ویلي دي چې زرغون بهیر ادعا کړې چې دغو ۳۹ تنو په ټولنیزو رسنیو کې امرالله صالح ته توهین کړی او بد رد یې ورته ویلي دي.

رسولي همدا راز ویلي چې د افغانستان د قانون له مخې ښکنځلې او توهین یو جرم دی، چې دوی هڅه کوي دغه کسان څارنوالی ته حاضر شي، دوه تنه یې حاضر شوي او یاد ادرسونه یې د دوی په نومونو جوړ او مستعار بللي، هڅه کوي چې باقي کسانو بسې هم جلب لیږل شوي دي او تر څیړنو لاندې دي.

د نوموړي د معلوماتو په اساس دغه کسان د کورنیو چارو، عالي تحصیلاتو، اقتصاد او دفاع وزارتونو اړوند کسان دي.

د یادونې وړ دی چې د ازادو رسنیو ملاتړ ادارو د هغه دغه اقدام غندلی او د بیان د ازادۍ خلاف یې بللی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button