ضمیر کابلوف: ژر به د طالبانو او امریکا د تړون د لاسلیک مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړشم

 

عزم(چهارشنبه، ۷ کب ۱۳۹۸): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، ژر به د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ د هوکړه لیک د لاسلیک مراسمو کې د ګډون لپاره د قطر پلازمینې دوحې ته سفر وکړي.

کابلوف تیره ورځ رسنیو ته ویلي، په قطر کې د روسیې سفیر «محمد خولوف» راته وویل چې یواځې څوتخنیکي پوښتنې پاتې دي چې ژر به حل شي، خو د روسیې لپاره د دوحې د کنفرانس دعوت نامه تیاره شوې چې ډیر ژر به یې ترلاسه کړو او په وینا یې چې « اماده یم تر څو په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته ورشم. »
په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته هم په دې مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین رسنیو ته ویلي، دغو مراسمو کې به د شاوخوا ۲۶ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترڅنګ به د ملګرو ملتونو، اسلامي کنفرانس او نورو معتبرو نړیوالو سازمانونو استازي به په کې ګډون وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button