عامې روغتیا وزارت: تراوسه د کرونا یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده

عزم(پنج‌شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۸ل): د عامې روغتیا وزرات وزیر فېروزالدین فېروز وايي، تراوسه د کرونا ویروس یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده او ۹ مشکوکې پېښې منفي تشخیص شوي دي.

دی وايي، یوازې په هرات کې د کرونا ویروس یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده او په ټول هېواد کې ۱۴مشکوکې پېښې منفي وې.

نوموړی زیاتوي، د کرونا ناروغۍ نورې مشکوکې پېښې په غور، کابل او هلمند کې ثبت شوې وې؛ خو له ښه مرغه منفي ثابتې شوې.

د فېروز په خبره، افغانستان ته کرونا له ایران نه راغلې ده او په هرات کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

له بل لوري د بدخشان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د ایران له قُم ښاره څخه ۴راستانه شوي کسان یې قرنطین کړي دي؛ خو تراوسه یې کومه پېښه مثبته پېښه نه ده لیدلې.

د بدخشان ځايي روغتیايي چارواکي وايي، تر ۱۴ورځو پورې به دغه کسان په خپلو کورونو کې قرنطین او تر درملنې لاندې وي؛ ځکه دغه ناروغي په دغه موده کې خپلې نښې په ډاګه کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button