سوریه: د رژیم الوتکو لسګونه ترکي پوځیان وژلي؛ ترکیې ګواښونه کړي

عزم(جمعه، ۹ کب ۱۳۹۸): راپورونه وایي چې د سوریې د ادلب ښار په”هاتاي” سیمه کې د دغه هیواد د ځواکونو په هوایي برید کې په لسګونو ترکي پوځیان وژل شوي دي.

سوریه کې د بشري حقوقو د څار ډله وایي دوی ته د رسیدلو مالوماتو له مخې، تر اوسه په دغه برید کې د ۳۴ ترکي پوځیانو د وژل کیدو او لسګونو نورو د ژوبلیدو خبر ورکړل شوی دی.

اناتولیا خبري آژانس وایي، تر دې برید سملاسي وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه بیړنۍ غونډه وربللې او پریکړه یې کړې چې تر دې وروسته د سوري ځواکونو هیڅ سیمه امن نه بلل کیږي.

د ترکیې د دفاع وزارت خبر ورکړی چې تر دې وروسته به د سوري رژیم هره پوځي سیمه په ټول قوت په نښه کړي.
په همدې مهال د ترکیې او امریکا چارواکو تلیفوني خبرې کړې او واشنګټن ډاډ ورکړی چې د ادلب په موضوع کې امریکا د ترکیې ترڅنګ ولاړه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش هم دا برید غندلی او د سملاسي اوربند غوښتنه یې کړې.

بلخوا بیا ترکیې خبرداری ورکړی چې نور نه شي کولی له سوریې د ور اوښتونکو د کډوالو مخه ونیسي او خپلې ټولې پولې به اروپا ته د ورتګ لپاره د کډوالو پر مخ پرانیزي.
رویټرز د یوې ترکي سرچینې په حواله ویلي دي چې ترکیې خپلو ټولو سرحدي ځواکونو، ساحلي ګارډ او نورو قواوو ته حکم کړی چې له سوریې څخه د ورتلونکو کډوالو مخه ډب نه کړي او اروپا د اوښتو سمندري او د وچې لارې یې باید پرمخ ونه تړي.

په همدې حال کې ناټو هم یوه مشورتي غونډه وربللې او په ادلب کې یې د ترکي پوځیانو د ویر ترڅنګ د ترکیې له موقف څخه ملاتړ کړی دی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button