د ایران د پارلمان غړی محمدرمضاني د کرونا وایروس له امله ومړ

عزم(شنبه، ۱۰ کب ۱۳۹۸): د ایران د استان ولایت څخه پارلمان ته کاندید محمد رمضاني چې وړاندې یې په کرونا وایروس د اخته کیدو خبر ورکړل شوی وو نن ومړ.

که څه تر اوسه د رمضاني د مرګ خبر د کرونا له امله نده تایید شوی چې د زړه د ناروغی له امله مړ شوی خو وړاندې ویل شوي وو چې هغه په کرونا ناروغی مبتلا شوی دی.

بلخوا بیا د خامنه یی د لور مجتبا خامنه یي د لیور ورور فریدالدین حداد عادل د غلام علي حداد عادل هم په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې نوموړی هم په کرونا ناروغي اخته شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د ایران په قوم ښار کې د غزني ولایت اوسیدونکي یو افغان د مړینې خبر هم ورکول شوی.

حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په هرات ولایت کې د کرونا پنخلس پیښې منفي وګڼل شوې او د عامې روغتیا وزارت ویلی چې د کرونا ۱۵ مشکوکو پیښو نتایج منفي وختل.

بلخوا بیا کاناډا خپذو خلکو ته توصیه کړې چې ایران پریږدي.
په دې وروستیو کې د نړۍ په ۱۱ هیوادونو کې ۹۷ داسې پیښې ثبت شوي چې له ایران څخه ورغلي کسان دې په کرونا ناروغی اخته وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button