حامد کرزی: پرونۍ هوکړه د سولې لپاره ستر ګام دی

عزم(یکشنبه، ۱۱کب، ۱۳۹۸ل): مخکېني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک هرکلی دی او دغه تړون یې د افغانستان د جګړې د پای او د سولې لپاره ستر ګام بللی دی.

د کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک چې په قطر کې لاسلیک شو په هېواد کې د روانې خونړۍ جګړې د پای او سولې لپاره یو ستر ګام دی.

د خبرپاڼې له مخې، دا تړون که له یوې خوا په هېواد کې تلپاتې سولې ته لار هواروي او بل خوا د سولې لپاره روانې هڅې د افغانانو په مشرۍ اجرائیوي بڼه خپلوي.

«افغانان هیله لري چې سوله په افغانستان کې د یو واحد او د ملي یووالي تر چتر لاندې د یو مقتدر او خپلواک نظام لامل وګرځي او دغه راز هېواد د بهرنیو استخباراتي کړیو د تقابل له میدانه راوباسي.»

کرزي هیله ښودلې چې بین الافغاني خبرې دې هم پیل شي او روانه جګړه دې د سوله‌ییزو لارو حل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button