د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د سیاسیونو تازه اختلافات

عزم(یکشنبه، ۱۱ کب ۱۳۹۸): په داسې حال کې چې طالبانو او امریکا د ټولو بهرنیو ځواکونو تاریخي تړون لاسلیک کړ، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د پیل لپاره چې د روانې کب میاشتې ۲۰ مه نیټه باید پیل شي، ګرم بحثونه روان دي.

نن د کابل حکومت مشر اشرف غني په یوه وینا کې وویل چې د بین الافغاني خبرو لپاره به تر راتلونکو پنځو ورځو یوه سرتاسري شورا جوړه کړي.
نوموړي وویل، تجربې ښیي چې که پلاوی تر ۸ تنو زیات شي مختلف نظریات په کې پیدا او ویشل کیږي.

هغه وویل خبرې به د ارګ لخوا او د ارګ په مشري مخته وړل کیږي او مذاکراتي ټیم به صلاحیتونه نلري.

بلخوا بیا د اشرف غني لوی متحد او د بلخ پخوانی والي عطاءمحمد نور وایي، چې په قدرت کې د طالبانو د ګډولو لپاره اړتیا ده چې عبوري، یا موقت او یا هم د مصالحې حکومت رامنځته شي.

اجرایه رئیس ډاکټر عبدالله بیا د اشرف غني ټیم په انحصار ګرایي تورنوي او وایي چې له همدې امله ډیرو سیاستوالو تیره ورځ په ارګ کې د امریکا او ناټو له مشرانو سره په مهمه غونډه کې هم برخه وانه خیسته.
نوموړی وایي، د ارګ ټیم به هیڅ صلاحیت ونه لري او نه به هم ستونزه هواره کړي.
بلخوا بیا د اشرف غني پخوانی سلاکار او د سولې عالي شورا د دارلانشاء پخوانی مشر اکرم خپلواک وایي، چې دلته “دکابل حکومت” د چارو ټول واګي د امریکا او نړیوالو په لاس کې دي او د هغوی کوچنی سیاسي فشار هم دا ناندرۍ پای ته رسولی شي او هم ټول پیچلي موضوعات حل کولی شي.

خپلواک زیاتوي دا مهال حکومت له بیسارو داخلي او بهرنیو فشارونو سره مخ ده چې احتمال شته ژر تول موضوعات حل شي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button