متوکل: کابل کې نیمه برخه پیژندل شوې څهرې له طالبانو سره ښې اړیکې لري

 

له مولوي وکیل احمد متوکل سره مرکه

۱.څه فکر کوئ افغان شخړه کوم لوري ته روانه ده؟ د افغانستان راتلونکې څنګه ګورئ؟

متوکل: که د انخلا تړون سم پلی سي او افغان اړخونه مسؤلانه چلند وکړي نو د روغ نیتۍ او ښه عمل پایلي تل رڼې بللی سو.

۲.ستاسې معلومات څه دي د سولې وروسته طالبان غواړي په یواځې ځان حکومت وکړي که نور څوک به شریکوي؟

متوکل: د اسلامي امارت د بیا بیا څرګندوونو په رڼا کي د افغانستان شموله دولتدارۍ او سیاست اټکل کولای سو کوم چي اسلامي او طبیعي اصول یې هم ایجابوي.

۳. ستاسې په فکر طالبانو د تګلارو په برخه کې نویمو کالونو په پرتله څه ډول بدلون خپل کړی دی؟

متوکل: زه فکر کوم چي سختو تجربو ته په پام به لازمه پوختګي تر لاسه سوې وې څو د تګلارو په تعمیل کي به ګن ممکن تسامحات محسوس وي.

۴. په هر ډول راتلونکې جوړښت کې تاسې خپل ځان کوم ځای کې ګورئ؟

متوکل: په ګڼو مشاورتي موزونو برخو کي به د هیوادوالو په چوپړ کي ځان راحته احساسوم.

۵. دوه زره یو کال کې د طالبانو حکومت له دې امله لرې کړی شو چې اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه. ایا دا یوه تېروتنه وه، او هغه مهال په دې موضوع څه ډول نظرونه او بحثونه وه.

متوکل: هغه وخت د افغانستان صورتحال له مخکنیو جاري واقعیتونو څخه د میراث په توګه پاته وو افغانستان هم د نړۍ لخوا د یوازي منفي ګیرانه چلند په عوض و همکارۍ ته اړتیا درلوده کوم چي متاسفانه دا زمینه نه وه برابره؛ د نړیوالو خصمانه، استعماري او استثماري سیاستونو او متقابل عدم تفاهم په موجودیت کي تشو بحثونو هم مثبته نتیجه نه ودرلوده.

۶. ایا فکر کوئ د واکمنۍ پرمهال د نجونو په زده کړو او کار بندیز په نړیواله کچه طالبانو په اړه یې د خلکو نظرونه واړول او په اړه یې منفی فکر کولو؟

متوکل: د اسلامي رول مطابق بهرنۍ نامشروطه مرستي ناشوني برېښدلې له بلي خوا د افهام او تفهیم متقابلي ستونزي هم هواري نه سولې څو دې کشمکش په لوی لاس خبره جوړ جاړي ته پرې نه ښووله.

۷. کابل کې ډېر پخواني طالبان مېشت دي، دوی څومره یو موټی دی او ایا نورو طالب مشرانو باندې کوم ډول اغېز لري؟

متوکل: په کابل کي تقریبا سل تنه پېژندل سوې څېرې اوسي نیم یې په دولت کي کوم کار نه کوي په نادولتي چارو بوخت دي خو ټول څه نا څه راشه درشه سره لري د اکثرو اړیکي له اسلامي امارت سره حسنه دي.

۸. اوسنی فرصت د سولې لپاره څومره مهم ګڼئ؟

متوکل: دا وخت د سولي لپاره خورا مهم دی ځکه بهرنیان هم اوس له جنګه ستړي ښکاري او هیوادوال خو وار له مخه لا سولي ته تږي وه.

درنښت

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button