غني ولي احساساتي او وېرېږي؟

د کب لسمه د افغانستان په تاریخ کې یو له زرینو ورځو څخه وګڼل شوه او په ویاړ یې د هیواد په ګوټ-ګوټ کې جشنونه، خوشحالیانې او خیراتونه وشول. ټولو هغه افغانپال او اسلامپاله خلکو چې په نولس کلن جهاد کې یې د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره هر ډول قربانۍ ورکړې وې، ډېر خوش او له خوښۍ نه په کالو کې نه ځائېدل. دوی خوشبین ول چې د اشغال په خاتمې سره به افغانستان یوه نوې سا اخلي او داسي یو نظام به رامنځته کیږي، چې د ټولو خلکو حقوق به پکې خوندي وي.
خو پر دې سربېره یې د ځینو حساسیتونه را وپارول او دا ورځ یې، د دوی په اصطلاح د افغانستان د تباهۍ ورځ وبلله. په دې ډله کسانو کې اوسني حکومتي چارواکي، سیکولران او هغه کسان شامل ول/دی، چې په پټو سترګو او د مادیاتو په بدل کې یې پردۍ او جعلي مفکورې منلې وې/دي.
دې ورځې که له یوه پلوه خوښۍ رامنځته کړې. خو له بله اړخه یې د ځینو فشار ور ټیټ کړ او دا کړنه یې یو ستر ظلم او د اتلس کلنو مصنوعي لاسته راوړنو پر وړاندې ظالمانه اقدام او همدارنګه د جمهوریت لپاره یو لوی خنډ وباله. دوی له انلاین او برقي رسنیو څخه په استفادې زیاتې غوغاوې وکړې، ترڅو دا کړنه د افغانانو سره شوی ظلم وبولي او دا ورځ یې د جمهوریت او اشغال د پلویانو چې دوی ورته دیموکراسي وايي، لپاره توره ورځ یاده کړه.
له بده مرغه په دغه کسانو کې یې یو هم اشرف غني و، چې د تړون له لاسلیک څو ساعته وروسته یې له رسنیو سره مرکې پیل کړې او د طالب زندانیانو ازادول یې خپل صلاحیت وباله او ویې ویل چې دا کار ناشونی دی او دی د افغانستان ولسمشر دی او له دې مقامه به تېر نشي او معامله به ونه کړي؛ حال دا چې د خپل واک د بقاء لپاره یې زرګونه معاملې کړي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې غني ولي احساساتي او ويرېږي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي، چې غني په له اصله داسې نا ارام، احساساتي او ژر غوسه کیدونکی سړی دی؛ نوموړی د غوسې په حالت کې کریږې وهي او په دې سره د خلکو پام ځان ته را اړوي. همدارنګه غني ځکه احساساتي چلند کوي، تر څو د یوه خپلواک او جدي مدیر په توګه یې یادونه وشي. کنه غني بیچاره د خپل بادار له امر څخه هیڅ ډول سرغړونه نشي کولای او نه به یې هم وکړي.
پاته شوه وېره، چې د غني په ګډون یې زیاتره په منډه کړي او د وېرېدلو الهام یې هم له غني څخه اخیستی. غني ځکه وېرېږي، چې که چیرته د افغانستان د جمهوریت له چوکۍ هم وشړل شي او افغانان ورته د یوه پردیپال په سترګه وګوري؛ نو د تاریخ بدرنګه څېره به وبلل شي او په نړۍ و افغانستان کې یې چې کوم مصنوعي باور ترلاسه کړی له منځه به لاړ شي. همدارنګه غني ځکه ویریږي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او اسلامي نظام په راتګ سره به په افغانستان کې د هغه چا لپاره ځای نه وي، چې د پردیو د ګټو لپاره پر افغانانو پردۍ او ناوړه مفکورې تپي.
په پای کې ویلای شو چې افغانستان هغه هیواد دی، چې تل د پردیو دسیسو ښکار شوی او خلک یې د ډېرې خوشباورۍ له کبله همیشه د چلبازانو، سیکولرانو او نورو باطلو مفکورو لرونکو اشخاصو تر اغېز لاندي راغلي او د هغوی د تبلیغاتو په سبب پردۍ مفکورې ورته د نوي عصر سره د ځان برابرولو یوه آله معلومه شوې؛ خو د وخت په تېرېدلو سره یې حقیقت درک کړی او همغه پوچې مفکورې یې له مغزو ایستلي.
نو افغانان باید د پردیو مفکورو د خاوندانو او هغه کسانو د منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندي رانشي، چې د افغانانو د ژغورنې لار یواځې او یواځې جمهوریت او غني بولي. د دغه مفکورو د خاوندانو لیکنو، خبرو او ویناو ته غوږ نیول او کتل، پرته له دې چې موږ له اسلامی مقدساتو څخه لرې او پر هغو بې باوره کړي، بل هیڅ ګټه نلري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: