څوک د أفغانستان أرامي او سوله غواړي او څوک یي نه غواړي؟

 

لیکوال: عبدالرحمن محمود

آرام أفغانستان مو درلود ، خپلواکي مو درلوده ، اطمنان او عدالت قائم وو ، د یوې داسي بهاني په وجه چي تر أوسه یي حقیقت ندی معلوم سوی او نه هم أمریکایانو شواهد او اسناد پیش کړل ، أمریکایانو تیری وکړ ، هیواد اشغال سو.
طالبان پر خپلو کورو کښیناستل ، خپل عادي ژوند یي غوره کړ ، مګر أمریکایانو او د هغوی أجیرانو او جاسوسانو چاپې پر شروع کړي ، څوک یي شهیدان او څوک یي ګونتنامو او نورو زندانو ته یوړل ، طالب ته یي دوه أفشنه انتخاب کړه یا به وژل کیږي یا به زنداني کیږي ، د طالب پر کور چاپه سوه ، بي عزته سو ، په مرګ تهدید سو ، نتیجه دا سوه چي طالب بیا و مقاومت ته مجبوره سو ، جهاد پیل سو ، موږ همیشه ویلي چي د أمریکایانو سره د روان مقاومت سبب خپله امریکا او د دوی ظلمونه وه ، هغه وخت طالب په همدومره قدر قانع وو چي فقط و خپل ژوند ته پریښودل سي ، نه یي په نړیواله سطحه مذاکرات غوښتل ، نه یي د أمریکا د شکست لاسلیک غوښت ، مګر الله غوښتي وه چي یوار بیا د أفغانانو په لاس یوه مستکبره أمپراطوري را و پرځوي ( وعسى أن تكرهوا شيئا و هو خير لكم)
روان مقاومت کلونه وخت واخیست ، طالب ورځ تر بلې ورځي پیاوړی کیدی ، د قدرت ساحه یي پراخیدله ، د قطر د فتر پرانستل سو، د مذاکراتو لپاره رسمي أدرس د طالبانو پیدا سو ، د کابل أجیر رژیم چي هر وخت به یي نارې وهلې چي طالب دي خپل د سولې ادرس را وښيې موږ ورځو خبرې ورسره کوو ، همدې رژيم د كلمة التوحيد د بيرغ په بانه د قطر پر دفتر اعتراض وکړ په نتیجه کي یي څو کاله مذاکرات متوقف سول.
د وخت په تیریدو سره أمریکایانو مالي او ځاني تلفات ولیدل ، د کومي ادارې ملاتړ چي یي کاوه د نړۍ په سطحه فاسده او غاصبه اداره وه ، ملیاردونه ډالر پکښۍ تری تم سول ، هر چارواکي کوښښ کاوه چي ډیره غلا وکي ، ډیرې مځکې غصب کي ، نور نو أمریکایان و دې نتیجې ته و رسيدل چي دا جنګ موږ نشو ګټلای ، او هره ورځ دوام یي د أمریکا په زیان تمامیږي ، بیا مذاکرات شروع سول.
د مذاکراتو د بریا لپاره لومړی ګام د أسیرانو تبادله وه ، د کابل أجیر رژیم یي مخالفت وکړ ، د أسیر أنس حقاني تبادله کول یي خپله سره کرښه و ګرځول ، په دي سره د کابل اداري یوار بیا خپل سوله ضد دریځ په ډاګه کړ.
دا چي اختیارات د امریکایانو وه د مزدوري اداري خط سرخ هیڅه نتیجه ورنکړه ، لومړی پړاو د مذاکراتو په مثبته توګه تر سره سو ، کامیابه تبادله وسول.
مذاکرات مستمر روان وه ، د کابل اداري د وار وار مخالفت ، او کله به یي ویل چي جګړې ته یو وار لا فرصت ورکړی ، دې کار ټرمپ و هڅاوه چي مذاکرات متوقف کړي ، متأسفانه همداسي وسول ، کوم کار چي باید څلور پنځه میاشتې مخکي سوی وای او د سلګونه ځوانانو ژوند ژغول سوی وای هغه کار اوس وسو ، توافقنامه لاسلیک سوه ، د أمریکایانو د وتلو مهالویش اعلان سو .
د توافقنامې په یوه برخه کي په صراحت لیکل سوي چي مقابل طرف به د طالبانو پنځه زره اسیران او طالبان به زر أسیران أزاده وي ، د کابل أجیر رژیم یوار بیا خپله جنګ خوښه او سوله ضده څهره ښکاره کړل ، د بندیانو د خلاصولو مخالفت یي وکړ ، بیا یي خط سرخ و ټاکه.

د کابل د أجیر رژیم د رأس خلګ چي د دوه تابعیته څښتنان دي په دې کار سره د بین الأفغاني مذاکراتو مخه نیول غواړي ، او د جنګ و أور ته په شل پینځه ویشت زره أفغانۍ کرایه شوی عسکر ټیل وهي ، تر څو د دوی په وینه و خپلو چوکیو او غلاوو ته بقاء ورکړي.

نو أوس تاسو فیصله وکړئ چي څوک د أفغانستان د أرامۍ دښمن دی؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button