طالبانو لغمان ولایت کې له عام ولس سره د امریکایانو د وتلو تړون په جشن ولمانځه

عزم(سه شنبه، ۱۳ کب ۱۳۹۸): طالبانو له امریکایانو سره د وتلو تړون د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې ولمانځه، خو لغمان کې یې په دې اړه یوه لویه غونډه جوړه کړې وه چې خبریالان یې هم وربللي وو.

دغه غونډه د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې جوړه شوې وه چې زرګونه ولسي خلکو او طالبانو پکې ګډون کړی وو.

طالبانو بیا ویلی چې د پوهنې مسوولینو له لوري یې د لغمان ولایت د بادپښ، علیشنګ،  علینګار او  دولت شاه ولسوالیو په بیلابیلو سيمو کې د ”امریکایي اشغالګرو“ د وتلو د تړون په اړه سترې غونډې ترسره کړې.

غونډه کې د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخوندزاده پیغام هم ولوستل شو، عامو خلکو په خورا جوش سره ولمانځله او د کب لسمه یې چې له امریکایانو سره طالبانو د وتلو تړون لاسلیک کړ له ویاړ ډکه ورځ وبلله چې باید په ټول هیواد کې ولمانځل شي.

غونډه کې ولسي وګړو د طالبانو د سر ښندنو او قربانیو ستاینه وکړه او دغه بریا یې د ټول هیواد بریا یاده کړه او زیاته یې کړه چې همدغه طالبان وو چې افغان ولس ته یې لوی افتخارات ور په برخه کړل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button