د امریکا جمهور رئیس ډونالډټرمپ له طالب مرستیال ملا عبدالغني برادر سره تلیفوني خبري کړي

عزم(سه شنبه، ۱۳ کب ۱۳۹۸): طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی چې نن مازیګر د دوحې په وخت ۵ بجي ۴۰ دقیقې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د طالبانو له سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا عبدالغني برادر ټیلیفوني خبرې کړي دي.

مجاهد ویلي چې دغو خبرو ۳۵ دقیقي وخت ونیولو او داسې مهال ترسره شوې چي د مذاکراتي ټیم څوتنه غړي او ډاکتر زلمی خلیلزاد هم حاضروو.

نوموړي ویلي چې ملابرادر د ټرمپ سره لومړۍ را بطې ته ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ چې که امریکا په کړو ژمنو عمل وکړي نو په راتلونکي کې به مثبتي دوه اړخیزي اړیکي ولرو او چاته اجازه باید ورنکړئ چې د شویې هوکړي په خلاف عمل وکړي او په دې اوږده جګړه کي مو لا زیات ښکیل وساتي.

په دې اړه د طالبانو له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي ”نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت یو منظم سیاسي او نظامي ځواک دی او له تاسي او د نړئ له نورو هیوادونو سره د مثبتو دوه اړخیزو اړیکو د ساتلو وړ تیا او اراده لري.
ملا صاحب وویل د هیواد خپلواکي او په خپل هیواد کي د خپلي خوښې حکومت جوړول د افغان ولس مسلم حق دی نو څومره چي ژر کیدلای شي په كړيو توافقاتو عمل وشي، سر تاسري سوله راشي او افغانان له خپلو بنیادي حقوقو برخمن شي.“

اعلامیه کې راغلي چې ملابرادر له ټرمپ وغوښتل چې د جګړې پر ځای دې د بیا رغونې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي چې ټرمپ هم به دې اړه ډاډ ورکړی او ورته ویلي یې دي چې تاسو ډیر تکړه جنګیالي یاست او زه پوهیږم چې تاسو د هیواد لپاره جګه کوی.

ټرمپ ویلي: زما د بهرنیو چارو وزیر به ډیر ژر له اشرف غني سره خبري وکړي تر څو د بین الافغاني مذاکراتو په مخ کي پراته خنډونه لیري شي.

د اعلامیې ّپه پای کې راغلي چې د دوی دواړو تر منځ د شویې توافق نامې د عملي کولو په برخه کې هم اوږدې خبرې وشوې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button