مړه، په تا باندې تمامه بې ننګي وه پاچا! /شفاعت ريحان

تا يې شل کاله په شپتلو شوخوندونه وهل
نۀ خو کوم عيب ؤ، او نۀ کومه غلامي وه پاچا

ما چې ترې يو لاسليک د تللو اخيستلو په تا
را تاؤ د سره منافقت د اور لوګي وه پاچا

په کومه خولۀ مې د نظام در ګډېدو ته غواړې
دِ تا په واک کې ختمه کومه دوسي وه پاچا؟

په څو ډارنو دي د دې خاورې سرحد ساتلو
په زولنو کې حصار کړي دي زمري وه، پاچا

تۀ د يرغل په خولۀ له سرو کرښو نه سپينو ته تلې
مړه! په تا باندې تمامه بې ننګي وه، پاچا

تا به د ارګ په پلنګ مړې سترګې خوبونه کول
په ما به نيمه شپه، بې رحمه بمباري وه، پاچا

ستا له نظام نه شفاعت کرکه په دې کوله
لنګه په خاوره کې رنډۍ ديموکراسي وه پاچا

شفاعت ريحان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: