ډاکټر عبدالله: د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان باید آزاد شي

بلخوا بیا سرچینې وایي چې ډاکټر غني لا هم له امریکا څخه د یوه سیاسي امتیاز د ترلاسه کولو په موخه د طالب  زندانیانو د آزادیدو مخالفت کوي او هڅه کوي د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د لوړې مراسم چې امریکا پرې ځنډولي وه، ترسره کړي.

عزم(پنجشنبه، ۱۵کب ۱۳۹۸): په داسې حال کې چې د ګډحکومت د یوې برخې مشر “ډاکټرغني”لا هم هڅه کوي د طالب بندیانو د پریښودلو مخکې خنډونه ایجاد کړي، تازه د ملي یووالي حکومت اجرایه رئیس ډاکترعبدالله عبدالله د طالب بندیانو خوشې کیدلو ته شین څراغ ورکړی دی.

د اجرایه ریاست ویاند فریدون خوځون رویټرز ته ویلي، چې ډاکټر عبدالله د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې توافقنامې له مخې د ۵ زره طالب بندیانو د آزادیدلو هرکلی کوي.
خوځون ویلي د خپلمنځي دوه اړخیزه باور جوړونې لپاره اړینه ده ترڅو دغه زندانیان بې له ځنډه او په خپل ټاکلي وخت کې چې هوکړه پرې شوې، ازاد شي.

رویټرز خبري اژانس د ښاغلي خوځون له خولې لیکلي: «موږ باور لرو چې له اږدو خبرو وروسته د هوکړې مسوده کې ټولې موضوعګانې د دواړو خواوو له لوري منل شوي دي، نو له همدې د سولې هوکړه کې شیان باید بې له ځنډه عملي شي»

یک تلویزیون هم د خوځون له قوله یاد خبر ورکړی چې ویلي یې دي« د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د افغانستان د ۱۰۰۰ سرتیرو خوشې کیدل اړین دي»

بلخوا بیا سرچینې وایي چې ډاکټر غني لا هم له امریکا څخه د یوه سیاسي امتیاز د ترلاسه کولو په موخه د طالب  زندانیانو د آزادیدو مخالفت کوي او هڅه کوي د راتلونکې دوشنبې پر ورځ د لوړې مراسم چې امریکا پرې ځنډولي وه، ترسره کړي.

د اشرف غني له دې اقداماتو سره همهاله د ثبات او همپالنې ټیم هم کرار نه دی ناست او د ډاکټر عبدالله د لوړې لپاره یې موازي هڅې پیل کړې دي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: