طالبان دولتي منسوبینو ته: نور له بیځایه مخالفت لاس واخلئ او د هیواد په ننګه ودریږئ

اعلامیه کې راغلي: «دا د هر هغه افغان چې تراوسه د اشغالګرو په څنګ کې ولاړ وُ؛ ایماني، شرعي، ملي، فطري او بشري مکلفیت جوړیږي چې نور نو د اشغال د خاتمې له دې تاریخي تړون نه وروسته، باید د ولس په وړاندي له مقاومته لاس واخلي، او پرځای یې د خپل هیواد په ننګه ودریږو»

عزم(جمعه، ۱۶کب ۱۳۹۸): د طالبانو ددعوت او ارشاد کمیسیون په یوه اعلامیه کې پر ټولو نظامي او ملکي دولتي منسوبین غږ کړی چې د طالب مشرشیخ هبة الله اخندزاده د عمومي عفوې له فرمان نه په استفادې، نور له بې ګټي مخالفته لاس پرسر شي او د یو خپلواک اسلامي نظام ترسیوري لاندي د افغان ولس د خپلواکۍ او سولې پیغام ته لبیک ووایی.

یاد کمیسیون ټولو هیوادوالو ته د اشغال د خاتمې” د بهرنیو ځواکونو” د وتلو د تاریخي تړون مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده چې «اوس چې الحمدلله، پس له دوه لسیزو بهرني تیري کوونکو هم حقایق درک کړل، او دې ته یې غاړه کیښوده چې د یو تفاهم له لاري زموږ هیواد ترک کړي، او خپلي قواوي وباسي؛ نو دا د افغان ولس لپاره یو ستر زیری دی»

طالبانو ویلي، چې د هیواد د بشپړې آزادۍ لپاره تنها پر جګړه ټینګار نلري بلکي په وینا یې چې« د تفاهم په برخه کې یې هم نړۍ ته وښودله چې موږ تفاهم ته ترجیح ورکوو خو جګړه پر موږ تپل شوې، جګړه زموږ د خوښي نه، بلکي د مجبوریت انتخاب و.»

اعلامیه کې د افغانانو پر اتفاق او یووالي ټینګار شوی او ویل شوي چې «دا د هر هغه افغان چې تراوسه د اشغالګرو په څنګ کې ولاړ وُ؛ ایماني، شرعي، ملي، فطري او بشري مکلفیت جوړیږي چې نور نو د اشغال د خاتمې له دې تاریخي تړون نه وروسته، باید د ولس په وړاندي له مقاومته لاس واخلي، او پرځای یې د خپل هیواد په ننګه ودریږو»

بشپړه اعلامیه دلته ولولئ

د دعوت ،ارشاد ،جلب او جذب کمیسون اعـــلامـــــیه

اعوذبالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم

قال الله تعالی: ﴿ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ…﴾ و قال تعالی: ﴿ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ ﴾ وقال تعالى: ﴿ وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ ﴾

ترهرڅه وړاندي ټولو ځوریدلو هیوادوالو ته د اشغال د خاتمې د تاریخي تړون مبارکي وړاندي کوو.

الله تعالی دې وکړي چې د دغه ویاړلي تاریخي تړون راتلونکي پړاؤونه په خیر سره انجام او په پایله کې یې د یو خپلواک، غښتلي اسلامي نظام په نفاذ سره د افغان ولس ارمانونه په ریښتیني توګه پوره شي، او نور مو ګران هیواد له دې دردوونکې اوږدي غمیزي د نجات لاره ومومي.

د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب د دعوت او ارشاد کمیسون مسئولین غواړي، چې د دې لیک په وسیله، ټولو هغو مخالفینو ته چې تراوسه یې متاسفانه د اشغال په تداووم کې د اشغالګرو دفاع ته ملاتړلې وه؛ یوځل بیا د ښه نیت او خواخوږۍ پیغام ورسوي. امید دی چې د زړونو مالک الله جل جلاله به همدا لیک د شرح الصدر وسیله وګرځوي.

تاسو ته بهتره معلومه ده چې د افغانستان دا اوږده څلویښت کلنه غمیزه، له کومي نقطې، په څنګه شکل، د کومو بهرنيو او کورنيو دښمنانو لخوا راپیل شوه، او په څنګه بڼه یې تر ننه پوري را وغځوله او لا هم لګیا دي چې نوره یې هم اوږده کړي.

خو زموږ او ستاسو مسلمان ملت د خپلو نیکو مشرانو په قومنده لومړی د شوروي یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅي کمونیستي رژیم په وړاندي په دې خاطر د قربانۍ میدان ته په تش لاس را ودانګل چې خپل دین، خپل ناموس او خپل هیواد له تیري کوونکي دښمنه وژغوري.

په دې لاره کې زموږ او ستاسو مسلمان ملت ډېري ستړې وګاللي ترڅو دا سپیڅلی ارمان یې ترسره شي، مګر متاسفانه چې له فتحي او آزادۍ ترلاسه کولو وروسته، بیا هم د مؤمن ولس دا ارمان پوره نشو چې پخپل هیواد کې یې د یو خپلواک، مستحکم اسلامي نظام نعمت په برخه شي.

بلکي مجاهدین پخپلو کې سره لاس او ګریوان شول، آنارشیزم چې یوه لویه فتنه ده؛ رامنځ ته شو، د ګټلي جهاد هغه اصلي هدف چې اعلاء کلمة الله وه؛ له منځه ولاړ، د میلیونونو افغانانو شهادتونه، زخمونه، مهاجرتونه او نوري بې شمېره قربانۍ بې ثمره پاتي شوي، د هغو ناخوالو په مقابل کې د طالبانو اسلامي تحریک د عام ولس په غوښتنه راپاڅید ترڅو د روان انارشیزم، ملوک الطوایفي، ظلم او ګډوډي مخه ونیسي، او پرځای یې یو واحد اسلامي حکومت قایم کړي.

مګر متاسفانه چې زموږ د دین او وطن دښمنانو بیا هم پر افغانستان دا د امن څادر ونه لوریده او ډېر وخت یې ورنکړ.

په ۲۰۰۱ کې د امریکا په مشرۍ د نړۍ زبرځواک (ناټو) یرغل وکړ، زموږ خاوره یي اشغال کړه، موږ یي پخپل کور کې محکوم او مغلوب کړو، زموږ د ځمکې او فضا واک یي په لاس کې واخیست، په لسګونه زره بیوزله افغانان یې شهیدان، ژوبل او په زرګونو نور یې په ګوانتنامو، بګرام او نورو پټو او ښکاره زندانونو کې واچول، او له هغوی سره یې داسې ناوړه چلند وکړ چې بشریت تري شرمیږي.

له دې نه علاوه، زموږ په خاوره کې یي د خپلو نړیوالو نقشو د پلي کولو په مقصد لوی لوی هوایي ډګرونه او پوځي اډې جوړې کړې، زموږ د سرلوړي، عزتمند او مجاهد ولس د تذلیل لپاره یي زموږ له ټولنې تښتیدلي ځیني وګړي را وستل او دلته یي واکمن کړل. کټ مټ لکه د وخت شوروي یرغلګرو چې خپل لاسپوڅي کمونستان دلته مسلط کړل.

داسی یو لاسپوڅی نظام یې پر افغانانو په وچ زور تپلی چې په لاقانونیت، ګډوډي او فساد کې په نړیواله کچه فاسد ترین، د بشري حقونو ناقض، د ځمکو غاصب، د مخدره موادو په قاچاق کې ککړ او د خپل ملت لومړی نمبر قاتل رژیم بلل کیږي.

خو اوس چې الحمدلله، پس له دوه لسیزو بهرني تیري کوونکو هم حقایق درک کړل، او دې ته یې غاړه کیښوده چې د یو تفاهم له لاري زموږ هیواد ترک کړي، او خپلي قواوي وباسي؛ نو دا د افغان ولس لپاره یو ستر زیری دی.

نو په دې اړه مختصرًا پیغام دا دی چې: پورتنیو واقعیتونو ته په کتو سره دا د هر هغه افغان چې تراوسه د اشغالګرو په څنګ کې ولاړ وُ؛ دا یې ایماني، شرعي، ملي، فطري او بشري مکلفیت جوړیږي چې نور نو د اشغال د خاتمې له دې تاریخي تړون نه وروسته، باید د ولس په وړاندي له مقاومته لاس واخلي، او پرځای یې د خپل هیواد په ننګه ودریږو.

تاسو ته معلومه ده چې اسلامي امارت د هیواد د بشپړې آزادۍ لپاره تنها پر جګړه ټینګار نلري بلکي د تفاهم په برخه کې یې هم نړۍ ته وښودله چې موږ تفاهم ته ترجیح ورکوو خو جګړه پر موږ تپل شوې، جګړه زموږ د خوښي نه، بلکي د مجبوریت انتخاب و.

نو په دغسي یو حالت کې افغانستان د ټولو بادرده افغانانو اتحاد او اتفاق ته اړتیا لري، دا یووالی مو هم الهي مسئولیت دی او هم ملي. دا یو حقیقت دی، چې هیڅکله یې باید صرف نظر نکړو، که چیري اوس هم دا درک ونلرو نو افغانستان او افغانان به ټول یو وخت د دې اور خوراک ګرځي.

په همدې خاطر د دعوت او ارشاد اداره د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب، پر ټولو مخالفینو باندي غږ کوي چې د أمیرالمؤمنین شیخ هبة الله حفظه الله د عمومي عفوې له فرمان نه په استفادې، نور له بې ګټي مخالفته لاس پرسر شي.

او د یو خپلواک اسلامي نظام ترسیوري لاندي د افغان ولس د خپلواکۍ او سولې پیغام ته لبیک ووایی.  پرته له دې موږ او تاسو ټول افغانان بل هیڅ انتخاب او لاره نلرو.

الله تعالی دې وکړي چې موږ تاسو ته خپل درد او پيغام رسولی وي، ترڅو په آخرت کې د یوبل د حقوقو د نه مراعات کولو له امله  د عذاب او عقوبت سره مخ نه شو.

« وما علینا الا البلاغ،،، حسبنا الله ونعم الوکیل نعم المولی ونعم النصیر»

د دعوت ،ارشاد، جلب او جذب کمیسون عمومی ریاست

دروابطوشمیری اوایمیل آدرس

0093706158071 و اټسف
0728266206
0785480864
دمخابری نمبر:5050

ایمیل آدرس( iea.dawat@yahoo.com)

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button