سهیل شاهین: که بندیان ازاد شي مونږ ۱۰ د مارچ باندې مذاکراتو ته تیار یو

عزم(جمعه، ۱۶ کب ۱۳۹۸): د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې مطابق به تر لسم د مارچ د کابل اداره د طالبانو پنځه زره بندیان خلاصوي او طالبان به ۱۰۰۰ تنه دولتي سرتیري ازادوي وروسته به د مارچ په لسم او د کب په شلمه بین الافغاني مذاکرات پیل کیږي.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني بیا وایي چې امریکایانو له طالبانو سره د بندیانو د خلاصون پریکړه نده کړې بلکې هغوی یواځې د سهولت رامنځته کولو خبر کړې، بندیان زمونږ واک کې دی طالبان دې زمونږ شرطونه ومني مونږ به یې بندیان خلاص کړو او له خبرو وړاندې دا کار نشو کولی.

اوس تازه طالبانو ویلی چې که د توافقنامې سره سم عمل وشي او د مارچ تر لسمې پورې د دوی پنځه زره بندیان خلاص شي دوی مذاکراتو ته تیار دي، ټیم یې اماده ده.

شاهین په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي ”که د توافقنامې له محتوی سره سم عمل وشي او بندیان آزاد شي، اسلامي امارت د حوت په ۲۰ چې د مارچ ۱۰ کیږي بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دی.
زموږ مذاکراتي ټیم آماده او اجنډا مو تیاره ده او د شوي توافق سره سم پر مخ ځو که یاد مذاکرات له پورته نېټې نه وځنډیږي پړه یې د نورو په غاړه ده.“

د یادونې وړ دی چې خلیلزاد دا مهال په کابل کې دی او هڅه کوي تر څو لسم د مارچ پورې پنځه زره طالب بندیان خوشې او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button