حکومت به خپلې «سرې کرښې» وساتلای شي؟

خط اول

 

افغان سوله له سختو پړاونو روانه ده. د روانې کب میاشتې پر لسمه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه؛ خو لا هم یوه اوږده او پېچلې لاره لا پاتې ده. پر امریکا هم ډېر باور نه‌شي کېدای؛ ځکه امریکا د خپل تاریخ په اوږدو کې ډېر هوکړه‌لیکونه مات کړي دي او ورته ژمن نه دي پاتې شوي.

په افغان سوله کې نږدې هره ورځ یوه «ټکه» راغورځي. ښکاره بېلگه یې په هلمند کې د امریکايي عسکرو له لوري پر طالبانو هوايي برید دی. د طالبانو او امریکا ترمنځ په هوکړه کې ویل شوي چې امریکا به هوايي بریدونه نه کوي؛ خو له هوکړې څلور وروسته امریکا خپله یوه ژمنه ماته کړه.

کېدای شي په راتلونکو څو ورځو کې نورې ژمنه هوکړې هم ماتې شي؛ خو خلک باید د سولې هیله ولري او په ټول قوت د داسې کارونو مخه ونیسي، چې سولې ته په زیان تمامېږي.

 په حکومت کې د اشرف غني په مشرۍ ډله خو یې هره ورځ یوه داسې خبره کوي چې ټول خلک ورته حیران پاتې شي. حکومت داسې فکر کوي چې امریکا د دوی په اشاره چلېږي او ټول لگښتونه یې دوی ورکوي. لومړی یې سوله په خپله خوښه غوښتنه، خو وروسته یې وویل، سوله کې باید د بیان ازادي، د ښځو حقوقو، اتلس کلنې لاسته راوړنې او «جمهوریت» وساتل شي.

حکومت هره ورځ له یوې غوښتنې په شا کېږي؛ خو یوه بله نوې غوښتنه رامخکې کوي. حکومت په تېرو درېیو میاشتو کې نه دی توانېدلی چې د بین الافغاني خبرو لپاره یو پلاوی وټاکي او یا په یوه داسې پلاوي هوکړه وکړي، چې ټولو ته د منلو وړ وي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ په هوکړه کې ویل شوي چې ۵ زره طالب بندیان به خوشې کېږي او طالبان به هم هغه ۱۰۰۰ عسکر خوشې کوي، چې له کلونو ـ کلونو راهیسې ورسره بندیان دي. دغه بندیان باید د مارچ میاشتې تر لسمې مخکې خوشې شي.

داسې راپورونه هم ورکړل شول چې په بگرام کې د بندیانو بایو مټرېک پیل شوی او ۵زره بندیان به خوشې کېږي. خو د گډ حکومت مشر اشرف غني بیا جلا نظر لري. دی د بندیانو خوشې کول د امریکا صلاحیت نه گڼي او بندیان باید د حکومت په امر خوشې شي. خو له اشرف غني دا هېر دي، چې انس حقاني هم حکومت ته سره کرښه وه، خو دی خبر نه و چې انس حقاني او ورسره دوه نور ملگري یې امریکا خوشې کړل او اوس په قطر کې دي.

که خبره د اساسي قانون او د حکومت د سرو کرښو شي، نو کله چې پر یوه کس درې محکمې د اعدام حُکم وکړي، نو بیا یې ولسمشر هم د خوشې کېدو صلاحیت نه لري؛ خو که خبره له سرو کرښو تېره شي او زور ته ورسېږي، بیا یې حکومت د سولې لپاره قرباني بولي. حکومت په دې ښه پوهېږي چې دوی د امریکا له لوري نصب شوي روبوټان دي او څنگه چې امریکا ریموټ خځوي، نو دوی ورسره هماغسې غورځوي.

په افغان سوله کې حکومت باید له امریکا ډېر انعطاف وښيي؛ ځکه اشرف غني ویلي وو: د سولې لپاره د سر قربانۍ ته هم چمتو دی. خو اوس ورته خلک وايي چې د سر قرباني پرېږده او یوازې د واک نشه له سره وباسه او د سولې په مخکې خنډونه مه جوړوه.

حکومت اوس هم د ملت پر وړاندې بې‌باوره دی او که چېرې د سولې ضد په دریځ نور هم کلک شي، نو پایله یې ډېره خطرناکه ثابتېدای شي. کله چې یو ملت د سولې چیغه پورته کړي، نو بیا یې په مخکې داسې پردي حکومتونه پښې نه‌شي ټینگولای. حکومت ته پکار ده چې نور د سرو کرښو له تکرار ډډه وکړي، ځکه نه د خپلو سرو کرښو ساتنه کولی او نه یې پر وړاندې ټینگېدلی شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button