ارګ: طالبانو ته هیڅکله اجازه نه ورکوو چې واک ترلاسه کړي

 

عزم(یکشنبه، ۱۸ کب ۱۳۹۸): د ارګ ویاند د امریکایي ولسمشر د تیرې ورځې څرګندونو ته توند غبرګون ښوودلی او په ټینګار سره یې ویلي، چې طالبانو ته به هیڅکله د واک د ترلاسه کیدو اجازه ورنکړي.

صدیق صدیقي ویلي، د دوی امنیتي ځواکونه اوس تر پخوا ډیر قوي دي او کولی شي د ممکنه خطرونو مخه ونیسي .
نوموړي زیاته کړې چې د ټولو احتمالي خطرونو په تړاو یې اړین تدابیر نیولي او ګواښوونو ته یې توجه زیاته کړې ده.
د یادونې وړ ده چې تیره ورځ امریکایي ولسمشر ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي وه چې ښايي د دوی د عسکرو تر وتلو وروسته طالبان واک ته ورسېږي.
په داسې حال کې چې ارګ لا هم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د خپل ټیم په ټاکلو نه دی توانیدلی، د ارګ ویاند یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې باید د سولې هوکړې ته ژمن وي او خبرو ته دې حاضر شي.

که څه هم طالبانو په وار وار ویلي چې د دوی مذاکراتي ټیم په بشپړ ډول خبرو ته تیار دی، خو صدیقي وایي چې تر څو چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه شي د سولې هر ډول هوکړه بې ګټې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: