د مارچ اتمه!!!

استاد فيض محمد ځلاند

د ښځو نړيواله ورځ د لومړي ځل لپاره چيرته، کله او څله په دغه نوم ونومول شوه؟؟؟

له نن څخه 160 کاله وړاندې په 1857 ز کال د مارچ د مياشتې په اتمه نېټه د نيويارک ښار د اوبدلو د فابريکو ښځينه کار کونکې د کار د ناسمو شرايطو او معاش د زياتېدو په موخه د ښار واټنوته را ووتلې او د فابريکو د خاوندانو پر خلاف يې خپل غږ اوچت کړ.

د دوى دغه اعتراض د وخت د واکمنو لپاره د خطر زنګ و، او دغه پراخ خوځښت يې و نشو زغملى او پر هغوى يې مرګوني ګوزارونه وکړل.

له دې څخه دا جوته شوه چې دغه ورځ په خپله د غربيانو لخوا په ښځو باندې د ظلم او تبعيض په پايله کې هغه هم د معترضينو د زيات فشار له امله د دوى له منځه په دغه نامه و نومول شوه او تر اسلامي ټولنو پورې هېڅ ډول تړاو نلري.

د اسلام سپڅلي دين له نن څخه څه باندې څوارلس پېړۍ وړاندې د ښځو ټول حقه حقوق مسلمانانو ته په ډاګه کړي او که څوک بيا هم د خپل دين څخه ناخبره د غربيانو څخه تقليد کوې، نو دا بيا د دوى خپله ستونزه ده نه د اسلام دمقدس دين.

و ماعلينا الا البلاغ!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button