سعودي: د دریو شاهزادګانو تر نیونې وروسته د استخباراتو مشر هم ونیول شو

 

عزم(یکشنبه، ۱۸ کب ۱۳۹۸): امریکایي رسنۍ خبر ورکوي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لخوا د دغه هیواد د شاهزادګانو او لوړ پوړو چارواکو د نیولو لړۍ په شدت سره دوام ولري.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، د دریو لوړ پوړو چارواکو تر نیونې وروسته د محمد بن سلمان په امر «نایف بن احمد» چې د پوځ د استخباراتو پخوانی مشر وه، نیول شوی دی.
ميډل ایسټ آی خبري رسنۍ ویلي چې ډیر احتمال لري، د خیانت په تور نیول شوي شهزادګان اعدام یا په عمري بند محکوم شي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تیره ورځ ویلي وه چې
د سعودي د شاهي دیوان ځواکونو د باچا سلمان ورور «احمد بن عبدالعزیز»، پخوانی ولیعهد «محمد بن نایف» او د هغه کوچنی ورور «نواف بن نایف» نیولي او یوې لرې صحرایي بندخونې ته یې لیږلي دي.

امریکایي رسنۍ وایي چې ډیر احتمال لري، محمد بن سلمان د خپل پلار تر مړینې وروسته د واکمنۍ د غځولو لپاره د خپلې کورنۍ هغه کسان چې د ده د واکمنۍد غځولو مخالف دي، په یوه او بل نوم له صحنې لرې کړي او په دې برخه کې یې ښایي د تیر په څیر امریکایي بلکواټر کمپنۍ ملاتړې وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button