اشرف غني: سبا به د پنځه زره طالب زندانیانو د خلاصون حکم صادر کړم

عزم (دوشنبه،  ۱۹کب، ۱۳۹۸): نن د کابل حکومت دواړو مشرانو ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله په جلا جلا توګه لوړه وکړه او د دواړو مشرانو د لوړې په مراسمو کې په زرګونو کسانو ونډه اخیستې وه.

جمهور رئیس غني وویل، سبا به د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د پریښوودلو رسمي حکم صادر کړي چې په بدل کې به یې د جګړو کچه هم خورا کمه شي.

نوموړي دغه راز پر طالبانو تور ولګاوو چې ګواکې د داعش ډلې سره پټې اړیکې لري او ټینګار یې وکړ چې د سولې په مذاکراتو کې به له جمهوریت څخه د سرې کرښې په توګه دفاع وکړي.

نوموړي له مخالفو سیاسي مشرانو هم وغوښتل چې له ارګ سره دې په ټولو چارو کې همغږي شي.

نوموړي زیاته کړه چې فساد به له حکومته ورکوي، اقتصادي پیاوړتیا به راولي او د کډوالو برخه کې به ځانګړی رول لوبوي.

د نوموړي د وینا پر مهال په غونډه کې د ډزو غږونه هم واوریدل شول، خو په هکله یې تر اوسه تازه مالومات نه دي رسنیز شوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button