طالبان: د هېواد په داخلي موضوعاتو مو له بهرنیانو سره هیڅ مذاکره نه ده کړې

عزم (دوشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۸): طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې ویلي چې له تېرو څه باندې اتلسو کلونو راهیسې د هېواد ”د خپلواکۍ د بیااعادې او د یوه اسلامي نظام د نفاذ لپاره په وسله واله مبارزه بوخت دي، او هممهاله یې له سیاسي لارې هم دې سترو موخو ته د رسېدو لپاره ټول توان کارولی دی“.

طالبانو له امریکایي لوري سره د بهرنیوځواکونو د وتلو د تړون لاسلیک د افغان ولس لپاره ستره بریا بللې او زیاته کړې یې ده چې ”د دې تړون په امضا سره به ان شاءالله هېواد ته خپله هغه خپلواکي بېرته را اعاده شي چې بهرنیو اشغالګرو، د ځینو کورنیو ناخلفو په ملاتړ، تروړلې وه“.

سرمقاله وایي، ”د تړون له مخې به، امریکا نږدې ۵۰۰۰ هغه بندیان خوشي کوي چې په تېرو ۱۸ کلونو کې د استقلال او خپلواکۍ غوښتنې په جرم (!) نیول شوي دي“.

طالبانو یوځل بیا ټینګار کړی چې د دې بندیانو د خلاصولو مسؤلیت د امریکا پر غاړه دی ځکه چې په وینا یې ”د همدوی په دستور، قومانده او د همدوی د خوشحالولو لپاره نیول شوي وو. امریکايي لوری باید په دې برخه کې د خپلو ژمنو په پوره کولو سره د یوه بل مهم پړاو (د افغانانو خپلمنځي مذاکراتو) ته، چې د افغانستان د ستونزې اخیرنی حل دی، لار پرانیزي.“

سرمقاله کې ویل شوي دي چې طالبان باور لري، د افغانستان داخلي مشکلات او موضوعات تر افغانانو پورې اړه لري او یوازې افغانان یې باید په اړه تصمیم ونیسي. ” له همدې امله یې په تېرو ټولو مذاکراتي پړاوونو کې د هېواد په داخلي موضوعاتو (لکه اوربند، د آینده نظام نوعیت او نورو مسایلو) له بهرنیانو سره هیڅ خبرې ونکړې.“

طالبانو د هېواد پر ټولو جناحونو باندې د خپلمنځي اتحاد، د اشغال د خاتمې تړون ته د ژمنتیا، د سولې-ضد کړیو پر ضد د یووالي او ملي-اسلامي منافعو ته د توجه اړولو غږ کړی، او ډاډ یې ورکړی چې ”د هېواد د داخلي موضوعاتو په اړه د خپلو خلکو پرېکړو ته احترام لري، او په خپل ټول توان به د هېواد د څو لسیزو د ناورین ختمولو او د یوه مستحکم، قوي او اسلامي نظام د تاسیس هڅو ته دوام ورکوي“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button