له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتل په رسمي ډول پیل شول

عزم(سه‌شنبه، ۲۰کب، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې مېشت د امریکايي عسکرو رسنیزه اداره وايي، له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ یې له دغه هېواده د خپلو عسکرو په کمولو یې پیل کړی دی.

له افغان حکومت سره د ګډې اعلامیې او له طالبانو سره د هوکړې په اعلامیه کې نه دي ویل شوي، چې کله د امریکايي عسکرو د کمولو لړۍ پیل شوې ده او تراوسه څومره بهرني عسکر له افغانستانه وتلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، په ۱۳۵ورځو کې به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمېر ۸۶۰۰ته راکم شي.

د امریکايي عسکرو ویاند ډګروال سوني لېګیټ ویلي«امریکايي ځواکونه د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره ټول امکانات او صلاحیتونه په واک کې لري چې په کې د داعش د خراسان او القاعدې ډلو خلاف د تروېزم ضد عملیات او د افغانستان د امنیتي او د فاعي ځواکونو ننګه شامل دي.»

د روانې کب میاشتې په لسمه نېټه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه، چې پر بنسټ به یې امریکايي عسکرو د راتلونکو ۱۴میاشتو په اوږدو کې له افغانستانه وځي.

اوس‌مهال په افغانستان کې ۱۳۰۰۰امریکايي عسکر مېشت دي؛ خو د ناټو د غړو هېوادونو د عسکرو د شمېر په اړه کره معلومات نه‌شته.

د طالبانو او امریکايي لوري ترمنځ د اوږدو خبره مهمه مسئله له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو، قراردادیانو او استخباراتي کارکوونکو په بشپړ وتل وو، چې باالاخره امریکا د طالبانو شرط ته غاړه کېښوده.

پرون نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي وو، د هلمند له ښوراب اډې څخه هم امریکايي عسکر په بشپړ ډول وتلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: