نور باید د دموکراسۍ ټغر ور ټول او اسلامي مفکوره پلي شي!

په هیواد کې کابو دوه لسیزي کېږي، د دموکراسۍ تر شعار لاندي هغه پردیپال په چوکیو ناست او د افغان غیرتي ولس په سرنوشت لوبي کوي، چي د پردي کلتور په غیږه کي را لوی شوي او د افغانستان د خلکو له حقیقي ارزښتونو څخه بې خبره دي.
دوی د خپلو بادارانو او اشغالګرو په امر، دلته په افغانستان کي داسي مسایل دود او ناخبره خلک یې پرې اخته کړل، چي زموږ له افغاني کلتور او اسلام له مقدس دین سره په ټکر کي دي.
د ښځو د حقوقو تر نامه لاندي یې، پتمني ښځي بې پته کړې او د دوی ارزښت یې له صفر سره ضرب کړ. بربنډي یې بازارونو ته را وایستلې او په عامه ځایونو کې یې ورخڅولې. د دوی اصلي حقوق یې پایمال او هغه څه یې ورته د دوی د حقوقو په بڼه وړاندي کړل، چي د دوی اسلامي روحیه، لباس، پت، عزت، سرلوړي او ټول اسلامي ارزښتونه او حقوق یې ترې واخیستل.
د بشر حقوقو تر شعار لاندي یې، هر ډول انساني حقوق پایمال کړل. زندانونه یې ډک کړل، سختي شکنجې یې خلکو ته ورکړې، خلک یې په تباه کوونکو ناروغیو، معتادي، عیاشي او… بلاګانو باندي تباه کړل. له افغانانو یې ټول هغه حقوق واخیستل، کوم چي اسلام ورکړي ول او په رعایتولو سره یې انسان له هر راز سکون څخه برخمن کیدای شوای.
د امنیت ترشعار لاندي یې، خلک ووژل، غله یې زیات کړل، ظالمان یې مسلط کړل او…؛ لنډه دا چې په دا اتلس کلن اشغال کې زموږ مسلماني افغاني ټولنې، ټول حقیقي ارزښتونه له لاسه ورکړل او په مقابل کي یې، مجازي او د خلکو په لاس جوړ شویو مفکورو ته د ارزښت بڼه ورکړه او افغانان یې د دموکراسۍ په شعار دومره وغولول چي حد یې نه کیږي. په پراخه پیمانه تبلیغات ورته وشول، سلګونه میلیارد ډالر مصرف وشول، د بربنډتوب په روحیه سمبال خلک یې په بازارونو کي ایله کړل ترڅو خلک ترې تقلید وکړي.
لنډه یې دا چي د افغاني ارزښتونو د سرکوبولو او له منځه وړلو لپاره، هره کړنه وشوه او دا اتلس کاله د همدې مفکورې لپاره په درز کار روان و/دی.
خو له نیکه مرغه باید ووایو، چي زموږ رښتینو علماو او مجاهدینو یې په وړاندي، په نره مبارزه وکړه. هر ډول زحمتونه یې پر ځان وګالل؛ خو په افغاني ټولنه کي د پردیو مفکورو د رواج مخه یې ونیوه.
دوی هغه اتل او میړني خلک ول/دي، چي د افغانانو د غرور، ارزښتونو او حقیقي مفکورې د ساتلو لپاره یې، له ټولي کفرۍ نړۍ سره ډغره ووهله او دا دی اوس لله الحمد نړیوال په دې قانع شوي، چي د افغانانو اصلي مدافعان او افغان خاوري اصلي وارثان وپيژني او ورسره د خبرو میز ته کښېني، ترڅو له افغانستان څخه پښې سپکي او د دموکراسۍ تابوت په خپلو اوږو تر غرب پوري ورسوي.
نو؛ هغوی چي تر اوسه هم لا په خپل خره سپاره دي او د جمهوریت و دموکراسي نغارې وهي، ورته ودي ویل شي چي نه هم دموکراسي او نه هم په بن کي جوړ شوی جمهوریت او قوانین ستاسو درد دوا کولای او د افغانانو ستونزي هوارولای شي. که یې هوارولای شوای، په دا شل کاله کي به یې زموږ د مسلمان ملت ستونزي هواري کړي وای؟ نو راځئ د داسي یو نظام لپاره چي زموږ د مسلماني ټولني د هري کچي خلک پکي عزتمند او هر چاته د هغوی د بدیو او نیکیو بدله ورکوي، کار وکړو او داسي یو نمونه يي اسلامي نظام جوړ کړو، چې په هینداره کي یې په افغانستان میشت ټول مسلمانان خپل حقوق ترلاسه کولای شي، د قرانکریم او احادیثو په رڼا کې پرېکړي کوي او د کفارو ته هغه حقوق ورکړل شي چي قرانکریم او احادیثو ورکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button