سهیل شاهین: په مشروط ډول د بندیانو پریښودل د منلو وړ نه دي

 

عزم(چهار شنبه، ۲۱ کب ۱۳۹۸):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اشرف غني لخوا د زرګونو طالب زندانیانو مشروطې آزادي ته غبرګون ښوودلی او دا یې اقدام یې له توافقنامې څخه سرغړونه بللې ده.

شاهین رویټرز آژانس ته ویلي، د کابل حکومت لخوا د بندیانو د خوشې کیدو مشروط فرمان په دوحه کې د امریکا او طالبانو له شوې توافقنامې مخالف ګام دی.

نوموړي زیاته کړې «مونږ هیڅکله د زندانیانو مشروطه آزادي نه ده غوښتې، څوک چې دا ادعا کوي د دوحې له تړون خلاف کړنه ده. اول باید زمونږ ۵۰۰۰ بندیان آزاد شي بیا به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي»

شاهین وروسته تر هغه دا غبرګون ښوودلی چې تازه د ارګ مشر “اشرف غني” په یوه تازه فرمان کې حکم کړی چې د ۱۵۰۰طالب بندیانو خوشې کیدل به له قید او شرط پرته وي او پاتې ۳۵۰۰ نور به د بین الافغاني مذاکراتو په ترڅ کې په دوه اوونیزه توګه ۵۰۰ تنه پریښوودل کیږي.
اشرف غني ویلي، د ټولو بندیانو څخه به د جګړې لیکو ته د بیا نه تللو تضمین اخلي او هم به د جګړو په کچه کې کموالی راځي.
بلخوا بیا د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بیا ویلي چې د کابل حکومت د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشې کیدو هوکړه کړې ده.

په همهاله توګه د ارګ یوه ویاند صدیق صدیقي خبرداری ورکړی چې که د بندیانو له خوشې کیدو سره جګړې تودې شي، دوی به د پاتې زندانیانو پریښوودل وځنډوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button