د اشرف غني سلاکار: تر ۵میاشتو پورې طالب زندانیان نه پریږدو

 

عزم(پنجشنبه، ۲۲ کب ۱۳۹۸):په داسې حال کې چې اشرف غني په مشروطه توګه د طالب بندیانو آزادول منلي، تازه د ارګ یوه مخکښ سلاکار ویلي چې ارګ به د طالبانو د بندیانو آزادول نور هم وځنډوي.
فضل فضلي پرخپله ټویترپاڼه لیکلي،تر اوسه د بندیانو د پریښودلو لړۍ نه ده پیل شوې او د پنځه زره طالب بندیانو آزادي به له ۴ تر ۵ میاشتو وخت ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې دطالبانو او امریکا ترمنځ د شوي تړون له مخې باید تر تیرې سه شنبې چې د کب ۲۰مه نیټه کیده ۵۰۰۰ او تر دریو میاشتو پورې یې ټول طالب بندیان پریښودل شوي وای.
شنونکي وایي د اشرف غني دا اقدامات ددې په موخه دي ترڅو د امریکایي ځواکونو د وتلو نیټه وځنډوي او هم د خپل واک د غځولو هڅې پراخې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button