ارګ د بین الافغاني مذاکراتو لپاره مرکچي پلاوی په خپل سر چمتو کړی – سیاسي احزاب

عزم (شنبه، ۲۴ کب، ۱۳۹۸):سیاسي جریانات او ګوندونه وایي چې د ارګ ادارې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره له مشورې پرته یو پلاوی چمتو کړی تر څو یې له طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته واستوي.

 طلوع نیوز د ګوندونو او سیاسي بهیرونو د مشرانو له قوله وایي، چې یادو جریاناتو هغه نوملړ تر لاسه کړی چې حکومت د طالبانو سره د مرکچي پلاوي په توګه چمتو کړی دی.

سرچینې وایي، حکومت په دغه پلاوي کې له سیاسي ګوندونو او بهیرونو څخه په خپلسرې ډول د ځينو کسانو نومونه شامل کړي چې شاوخوا لس۱۰ تنه غړي به ولري.

سیاسي احزاب وایي، دوی به کله هم دا لیست ونه مني او ګواښ کوي چې که حکومت همداسې خپلسرو کړنو ته دوام ورکړي دوی به خپله لاس په کار شي او دوحې ته به خپل مذاکراتي ټیم واستوي.

په عین حال کې د اشرف غني مرستیال ویاند لطیف محمود په دې هکله چې پلاوی یې خپلسري، که په مشوره جوړ کړی،څه نه وایي خو زیاتوي چې «د پلاوی جوړېدل وروستي دي؛ یوازې یوه او یا دوه موردو کې مشوره ده چې ډېر ژر به ترسره شي او پلاوی به وورستی شي.»

بلخوا ټاکل شوې ده چې نن د طالب زندانیانو د خوشې کیدو بهیر پیل شي.

ارګ وایي چې یواځې ۱۵۰۰ تنه به خوشې کوي، خو آمریکایي استازی زلمی خلیلزاد یې بیا ۵۰۰۰ بولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button