افغانستان کې د کرونا ۱۱ مثبتې پیښې ثبت شوې

عزم (شنبه ۲۴ کب، ۱۳۹۸): د هرات ولایت ځایي چارواکي وايي په دغه ولایت کې د کرونا ناروغی یوه بله مثبته پیښه درج شوې، چې په دې سره په ټول هیواد کې د یادې ناروغۍ مثبتې پیښې ۱۱ ته رسیږي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي نن شنبه د حوت په ۲۴تمه یوه کانفرانس ته د وینا پر مهال ویلي چې په دغه ولایت کې په کرونا د اخته کسانو شمیر ۶ ته رسیدلی دی.

هغه وړاندې وویل همدا مهال په کرونا اخته او شکمن کسان ټول د صحي ټیم تر دقیق څار لاندې دي.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا رئیس عبداالحکیم تمنا ویلي چې په دغه ولایت کې له سلو زیاتې مشکوکې پیښې ثبت شوې او دا مهال په هرات کې یو ۱۵۰ بستریز روغتون هم تیار شوی دی.

د هرات ولایتي چارواکي له مرکزي حکومته غواړي چې د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره باید دغه ولایت ته زیاته بودیجه ځانګړې کړي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په هرات کې ۶، په سمنګان کې ۴، او په بلخ او کاپیسا کې د کرونا ویروس یوه یوه پیښه ثبت شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button