سلام رحیمي: طالبان که جګړې نه کموي، ډیروي دې هم نه

عزم(یکشنبه، ۲۵کب ۱۳۹۸):د سولې په چارو کې د دولت وزیر سلام رحیمي بي بي سي پښتو ته د هیواد د روان وضعیت، سولې او د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو څرګندونې کړې دي.
رحیمي ویلي، د سولې خبرې به زیاتې پیچلې وي، خو چې یوځل دا پروسه پیل شوې وای بیا ښایي آساني رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړې چې مذاکراتي پلاوی یې جوړ کړی او د رهبرۍ شورا، مشورتي شورا او نور مېکانیزمونه یې هم بشپړ شوي چې د مذاکراتي ټیم شمیر شاوخوا ۱۵تنه دی او درې تنه ښځې هم په کې دي.

د حکومت د سولې وزیر د روان وضعیت پړه پر طالبانو ور اچوي او زیاتوي چې «که طالبان جګړې نه کموي نو لږ تر لږه ډېروي دې هم نه او پر هغه څه دې عمل وکړي چې امریکا سره یې هوکړه کې منلي.»

نوموړی وایي، د یوې بریالۍ پروسې په ترڅ کې یوازې ۵۰۰۰ نه، بلکې ټول طالب بندیان خوشي کېدلی شي، خو لومړی باید یوه پروسه پیل شي.

نوموړي د خپل حکومت له لوري د مسؤلیتونو د پوره کیدو خبر ورکړی او ټینګار یې کړی چې طالبان هم باید نور دا بهیر ونه ځنډوي، که نه نو مسئولیت به یې د دوی پر غاړه وي.
رحیمي ونه ویل چې دوی کوم اقدامات تر سره کړي دي خو زیاته کړې یې ده چې د مخامخ مذاکراتو له پیل مخکې به مشورتي شورا د دې مذاکراتو پر اجنډا کار کوي او مذاکراتي پلاوی به د هماغې اجنډا په چوکاټ کې طالبانو سره خبرې کوي.

شنونکي وایي، ښایي د کابل حکومت د بندیانو د آزادولو موضوع نوره هم وځنډوي، تر څو د خلکو له فکره دا وباسي چې ګواکې دا بندیان امریکایانو خوشې کړي، ځکه ظاهرا به د یادو بندیانو د خوشې کیدو مسؤلیت ځان ته راجع او په دې اړه به رسمي فرمان هم صادر کړي.
د شنونکو په وینا « امکان لري چې د کابل حکومت به وروسته ووایي، چې ګواکې مونږ منحیث حکومت له طالبانو سره خبرې کوو، ځکه د حسن نیت له امله مو د هغوی بندیان هم پریښوودل او دا هم د حکومت ابتکار وه، خو کله چې طالبان ترې منحیث حکومت خبرو چمتو نه شي او په خپل دریځ ټینګار وکړي، دوی به نو له همدې سوژې په استفادې سره ولسونو ته په غوږ کې ورکړي چې مونږ څومره انعطاف وښووده او دوی “طالبان”څنګه دا سې خصمانه چلند کوي چې اوس له مذاکراتو هم نټه راسره کوي»

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button