ننګرهار کې ۷۸۰ښوونکو ته د استوګنې یوه نمره ځمکه ورکول کېږي

عزم(دوشنبه، ۲۶کب، ۱۳۹۸ل):  د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د بهسودو ولسوالۍ په بحراباد ښارګوټي کې۷۸۰ ښوونکو د استوګنې یوه نمره ځمکه ورکوي او د وېش لړۍ یې پیل شوې ده.

د ننګرهار د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری وايي، د بحراباد ښارګوټی ۱۲سوه نمرې ځمکه لري؛ خو د دغه ښارګوټي ډېره ځمکه غصب شوې ده.

دی وايي، د بحراباد ښارګوټي نقشه په ټولو معیارونه برابره ده او په دغه ښارګوټي کې وړکتونونه، جوماتونه، کلینکونه، اطفایې، بانک،  سوداګریزې، تفریحي او نورې ساحې ډیزاین شوي دي، چې د نقشې له مخې به پکې ټول کورونه ودان شي.

نوموړی زیاتوي، تر دا مهاله یې په سیاسنګ، اچین ولسوالۍ،ګوریګ او یو شمېر نورو سیمو کې ۴ زره ښوونکو ته د استوګنې په موخه نمرې ورکړي او په نږدې راتلونکي کې به د کامې، خوږیاڼيو، کوټ، رودات او چپرهار ولسوالیو ښوونکو ته هم په ښارګوټو کې د استوګنو نمرو د ویش لړۍ پیل کړي .

د بحراباد په ښارګوټې کې ۱۷۶ جریبه ځمکه د بهسودو ولسوالۍ اړوند ۱۲ سوه ښوونکو لپاره د استوګنې نمرو د ورکړې په موخه ځآنګړې شوې ده، همدا راز ۳۶۳ نیم جریبه نوره ځمکه په یاد ښارګوټې کې عام المنفعه ځایونو لپاره جلا شوې چې په کې جوماتونه، ښوونځي، تفریحي پارکونه، روغتونونه، سړکونه، سوداګریزې او نورې چارې شاملې دي.

په ننګرهار کې اوس‌مهال د ۱۱ ښارګوټو چارې پیل شوي، چې زرګونه جریبه ځمکه پکې غصب شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button