طالبان: مونږ د داعش پر وړاندې پنځه کاله وړاندې مبارزه کوله

عزم(چهارشنبه، ۲۸ کب ۱۳۹۸): طالبانو د خلیلزاد ټویټ ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې مونږ د داعش پر ضد پنځه کاله وړاندې هغه وخت لا مبارزه کوله چې زمونږ سنګرونه به په پرله پسې ډول د داعش په ګټه بمباریدل.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپل ټویټر وړاندې لیکلي ”له هرډول فتنې او فتنه ګرو د هیواد والو ژغورل د اسلامي امارت د پالیسي برخه ده خو چاته اجازه نه ور کوو چې زموږ دغې مشروع مبارزې ته بل رنګ ورکړي.“

دا په داسې حال کې دی چې تیره ورځ خلیلزاد ویلي وو د داعش پر وړاندې کونړ کې د طالبانو عملیات او اعلامیه توافقنامې ته د طالبانو ژمنتیا ښیي.

د یادونې وړ دی چې طالبانو له تیر یو کال راهیسې په ننګرهار او کونړ کې د داعش خلاف پریکنده عملیات پیل کړي وو چې ننګرهار کې یې دوه میاشتې وړاندې ختم کړل، خو مسئولیت یې حکومت داسې مهال واخیست چې په وار وار یې له طالبانو ژغورلي وو او دادی اوس یې په کونړ کې هم داعش ختم کړل، خو لا یې حکومت په اړه څه نه دي ویلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button