هلمندي خبریالان: ځايي چارواکي معلومات نه ورکوي

عزم(چهار‌شنبه، ۲۸کب، ۱۳۹۸ل): په هلمند کې د کورنیو او نړیوالو رسنیو ګڼ شمېر خبریالان وايي، ځايي چارواکي پر وخت معلومات نه ورکوي او د مهمو پېښو په اړه یې هم اړیکې نه ځوابوي.

په سویلي ولایتونو کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې«نی» مسوول سمیع غیرتمل وايي، پرون په افغانستان کې د خبریال ورځ وه، خو په هلمند کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هېڅ ډول معلوماتو ته لاس رسی نه لري او خپل خوندیتوب ته هم اندېښمن دي.

دی وايي، د هلمند ولایت رسنیز حالت هم د اندېښنې وړ دی، معلوماتو ته نه لاس رسی، د خبریالانو امنیت، د رسنیو د کارکوونکو لپاره د وړ کاري چوکاټ نشتون او ګڼې ستونزې یې تراوسه حل شوي نه دي.

نوموړي له ځايي چارواکو وغوښتل چې خبریالانو ته پر وخت معلومات ورکړي او اطلاعاتو ته لاس رسی د هر افغان حق دی.

په سویلي ولایتونو کې خبریالان داسې مهال د چارواکو له بې‌غورۍ سر ټکوي، چې افغان حکومت د رسنیو شتون او د بیان ازادي خپلې مهم لاسته راوړنې یادوي.

پرون د اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش د خبریال د ورځې په مناسبت لسو خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکړل او رسنۍ یې د حکومت مهمې لاسته راوړنې یاد کړې.

په روان کال کې د پیک وېبپاڼې خبریالې تهمینه اریا، د بي بي سي خبریال خلیل نوري، د اطلاعات روز خبریال شېر مهریار، د پژواک خبریالې جمیله کریمي، د ازادي وېبپاڼې خبریال منصور خسرو، د ارزو تلوېزون خبریال میلاد سیار، د امریکا غږ خبریال خلیل نورزايي، د ازادي راډیو خبریال شاه‌پور صابر، د امریکا غږ خبریال ذبیح الله غازي او د ملي راډیو تلوېزون خبریال اسدالله زړه‌سواند ته د حکومت له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.

د افغان حکومت هره اداره یو ـ یو ویاند لري او د مهمو ادارو ویاندویان یې بیا دوه مرستیالان هم لري، خو ګڼې رسنۍ له حکومت شکایت کوي چې معلومات نه ورکوي. د حکومت په مقابل کې طالبان بیا یوازې دوه ویاندویان لري او تراوسه ترې نه د کورنیو او نه هم د نړیوالو رسنیو خبریالانو ترې شکایت کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button