ایټالیا او امریکا کې سلګونه نور کسان  د کرونا له امله  وژل شوي

 

عزم(شنبه ۲ وری ۱۳۹۹):د ایټالیا چارواکي وایي چې په دغه هیواد کې پر کرونا ویروس اخته ۶۲۷ کسان نور هم وژل شوي، چې په دې سره د دې ناروغي له امله د ټولو وژل شویو کسانو شمیره ۴۰۳۲ ته ورسیده.
یاد هیواد کې تر ۴۷ زرو ډیر نور کسان پر یاده ناروغي اخته هم دي.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د نوورې نړۍ په څیر امریکا کې هم د کرونا ویروس په چټکۍ سره وده کوي او یواځې په تیرو دوو۲ ساعتونو کې پرې شاوخوا ۱۲۵۰ کسان اخته شوي او ۶ نور وژل شوي دي.

الجزیرې د یادې سرچینې په حواله خبر ورکړی، چې په ټوله کې په امریکا کې د یادې ناروغۍ له امله ټولټال ۲۲۷کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۸۵۶۳ تنه نور پرې اخته شوي دي.

په یوه بل خبر کې چې د رویټرز آژانس له خوا خپور شوی راغلي، چې سپینه ماڼۍ کې دننه هم یو تن پر یاده ناروغۍ اخته شوی، خو یاد آژانس ویلي چې امریکایي ولسمشر ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پنس ورسره نه دي کتلي.
بلخوا بیا د آسپانیا چارواکي وایي چې تر اوسه په دغه هیواد کې تر زرو زیات کسان وژل شوي دي

سعودي عربستان چې د کرونا له ویرې یې د حرمین شریفینو دروازې د عبادت کوونکو پر مخ تړلې، ویلي چې تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په یاد هیواد کې پر کرونا ۷۰ تنه نور کسان اخته شوي چې په دې سره په ټوله کې دې ناروغي باندې د اخته کسانو شمیره ۳۴۴ ته لوړه شوې ده.

تر اوسه په ټوله نړۍ کې تر ۱۱ زیات کسان د دې ناروغي له امله وژل شوي او نږدې نیم میلیون نور پرې اخته شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button