ایران او آسپانیا کې: د کرونا ویروس له امله سلګونه کسان نور هم ووژل شول

اسرائیلو کې هم په پراخه کچه دا ویروس خپور شوی او تازه راپورونه وایي چې شاوخوا ۱۶تنه یهودي پوځیان هم پرې اخته شوي دي.

 

عزم(یکشنبه ۳ وری ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې دنړۍ په کچه د خپرې شوې وبا “کویدو ۱۹”کرونا له امله سلګونه تنه نور کسان هم وژل شوي دي.

رویټرز د آسپانیا هیواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې تیرو ۲۴ساعتونو کې دغه هیواد کې شاوخوا ۳۹۴کسان وژل شوي چې په دې توګه د ټولو وژل شویو شمیره ۱۷۲۰ تنو ته رسیدلې او تر ۲۰ زرو زیات پرې اخته دي.

الجزیره د ایراني چارواکو له قوله وایي، دغه هیواد کې د کرونا له امله د وژل شویو او اخته کسانو شمیر کې نور هم زیاتوالی راغلی دی.
د ایران د روغتیا وزارت ویلي، تیرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲۹ کسان وژل شوي او ۱۰۲۸ تنه نور پرې تازه اخته شوي دي.
چارواکي وایي، په دې توګه د ټولو وژل شویو کسانو شمیر ۱۶۸۵ او د اخته کسانو شمیر بیا ۲۱۶۳۸ تنو ته لوړ شوی او ۷۹۱۳ تنه رغیدلي دي.

بلخوا بیا د دغه هیواد مذهبي مشر علي خامنایي د امریکا د هغه وړاندیز په تړاو چې ګواکې چمتو دي ایران ته دارو درمل او نور اړین توکي واستوي، په غبرګون کې ویلي چې دوی د هرچا مرستو ته اړتیا لري خو په وینا یې چې امریکا نه شي کولای حتیٰ د خپل هیواد د وګړو لپاره طبي آسانتیاوې برابرې کړي.

په همدې حال کې امریکایي رسنۍ سي ان ان خبر ورکړی چې امریکا متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس د قربانیانو ‌شمېر ۳۲۳تنو ته رسېدلی دی.
اسرائیلو کې هم په پراخه کچه دا ویروس خپور شوی او تازه راپورونه وایي چې شاوخوا ۱۶تنه یهودي پوځیان هم پرې اخته شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button