د طالبانو او کابل حکومت د اړیکې په تړاوو، د قطر او طالبانو سپیناوی

عزم(دوشنبه ۴ وری ۱۳۹۹تیره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په څو پرلپسې ټویټونو کې وویل چې د قطر او امریکا په وساطت د طالبانو او کابل حکومت ترمنځ لومړنی ویډیویي کنفرانس ترسره او په کې د بندیانو د خلاصون، د جګړې د کمولو او نورو موضوعاتو په هکله د دوړو لوریو استازو تخنیکي خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا ویاند هم د دې خبرو پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې په دې دوه نیم ساعته مجلس کې دواړو خواو د جګړو پر کمولو، مستقیمو مذاکراتو او یوه دایمي او پراخ اوربند باندې خبري وشوې، دغه راز پر لومړنیو تخنیکي اقداماتو هم نظریات تبادله کړل، چې د بندیانو خلاصون ته مساعد چاپیریال برابر شي.

تازه طالبانو د دې خبرو په هکله سپیناوی کړی او ویلي یې دي چې دا خبرې یواځې د بندیانو په هکله وې او د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ وې، نور په هیڅ موضوع خبرې نه دي شوې.
طالب ویاند سهیل شاهین ویلي«نن دورځې لس بجې د ا. ا. امارت د بندیانو د خلاصون تخنیکي ټیم، د کابل ادارې تخنیکي ټیم سره د قطر او امریکې د هئیتونو په حضور کې د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې وکړې. خبرې یوازې د بندیانو دخلاصون په هکله وې چې د هغو لپاره دا تخنیکي ټیمونه ټاکل شوي.د نورو موضوعاتو په هکله خبرې به په بین الافغاني مذاکراتو کې کیږي.»
قطر هم په یوه اعلامیه کې دا خبرې د بندیانو د خلاصون په هکله بللې او ویلي یې دي چې« دواړو اړخونو د بندیانو د لستونو، د لستونو سره سم د بندیانو د تایید، د هغوی د خلاصون د ځایونو او انتقالاتو په اړه مهم بحثونه وکړل»

د طالبانو سرچینې وایي، ويډيو کانفرانس د سياسي دفتر د بندیانو د چارو مسئولینو څلورو کسانو او د کابل ادارې د بندیانو د چارو مسئولینو ترمنځ شوی.

سرچینه زیاتوي، طالبانو د حکومت چارواکو ته ویلي چېد دواړو خواوو لستونه باید دقیق شي، د کابل اداره به بندیان ددوی استازو ته سپاري او داچې زموږ”طالبانو” د استازو او بندیانو امنیت به خوندي وي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button