د عامې روغتیا وزارت شکایت: حکومت او خلک لا هم د کرونا ناروغي جدي نه ګڼي

عزم(سه‌شنبه، ۰۵وری، ۱۳۹۹ل):  د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، حکومت لا هم د کرونا ناروغي جدي نه ګڼي او له دې ناروغۍ سره هم سیاسي او سلیقوي چلند کوي.

د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، حکومت او خلک یې سپارښتنو ته پام نه کوي او نه یې جدي ګڼي.

د مایار په خبره، حکومت یې د سیاسي او سلیقوي چلند له امله سپارښتونو ته پام نه کوي او که وضعیت همداسې روان وي، نو په افغانستان کې به لویه فاجعه رامنځ ته شي.

دی وايي، له حکومت یې څو ځلې غوښتي، چې په لویو ښارونو کې په تګ راتګ بندیز ولګوي؛ خو تراوسه خلک ازاد تګ راتګ کوي او حکومت یې غوښتنو ته پام نه کوي.

نوموړي وویل، که د حکومت بې‌پروايي همداسې روانه وي، نو په راتلونکو دوو اوونیو کې به په افغانستان کې د کرونا له امله ستره فاجعه رامنځ ته شي، چې ټول مسوولیت یې حکومت ته راجع کېږي.

تېره اوونۍ د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز هم ویلي وو، چې له حکومت یې څو ځلې غوښتي چې هرات ولایت قرنطین کړي او دغه ولایت ته په هر ډول تګ راتګ بندیز ولګوي؛ خو حکومت یې غوښتنه ونه منله.

ده ویلي وو، د عامې روغتیا وزارت اجرائیوي قوه نه لري او اوس خلکو ته یوازې سپارښتنې کوي.

د عامې روغتیا وزارت د هرات په شمال، سویل او ختیځ کې د کرونا ناروغانو لپاره ځینې نور مرکزونه هم جوړ کړي دي او ۱۶۰۰ بسترونه یې د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړي کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې په خپلو کورونو کې پاتې شي او له بې‌ځایه تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button