آسپانیا او ایران کې د کرونا له امله سلګونه نور کسان وژل شوي؛ د قربانیانو تازه ارقام

د تازه ارقامو له خپریدو سره سم تر ایټالیا وروسته آسپانیا هم د کرونا له امله تر چین زیات قربانیان ورکړل او دوهم هغه هیواد شو چې په نړۍ کې زیات د کرونا ناروغي ځپلی دی.

عزم(چهارشنبه ۶ وری ۱۳۹۹):د کرونا ناروغي د ګړندي خپریدو په درشل کې د آسپانیا او ایران هیوادونو روغتیایي چارواکو د قربانیانو او اخته کسانو د شمیر له زیاتوالي خبر ورکړی دی.
تازه د آسپانیا د روغتیا وزارت ویلي، تیرو ۲۴ ساعتونو کې دغه هیواد کې د کرونا له امله ۷۳۸ کسان وژل شوي او ۵۵۳۲ تنه نور پرې اخته شوي دي؛ چې له دې سره په ټوله کې د قربانیانو شمیره ۳۴۳۴ او د اخته کسانو شمیر بیا ۴۷۶۱۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د تازه ارقامو له خپریدو سره سم تر ایټالیا وروسته آسپانیا هم د کرونا له امله تر چین زیات قربانیان ورکړل او دوهم هغه هیواد شو چې په نړۍ کې زیات د کرونا ناروغي ځپلی دی.

بلخوا بیا د ایران د روغتیا وزارت ویلي چې دغه هیواد کې هم د کرونا ناروغي کچه تر تیرو ورځو لوړه شوې او تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۱۴۳تنه وژلي او ۲۲۰۶ تنه نور پرې اخته شوي چې په ټوله کې د اخته کسانو شمیر ۲۷۰۱۷ او د قربانیانو تعداد بیا ۲۰۷۷ تنو ته رسیدلی دی.

افغانستان کې هم د یادې ناروغۍ له امله دوه کسان مړه او۷۹ نور پرې اخته شوي او د نړۍ په ګڼو نورو هیوادونو کې هم چټک پرمختګ کوي، په داسې حال کې چې د دې ناروغي په اصلي سرمنشأ دچین ووهان آیالت کې له څو ورځو راهیسې د دې ناروغي هیڅ مثبته پیښه نه ده ثبت شوې او ښایي ژر د دغه آیالت قرنطین هم ختم کړل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button