کاپیسا: د ډیسي توپونو برید کې د میرمنو ماشومانو په ګډون ۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم(چهارشنبه ۶ وری ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې نن غرمه مهال د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ اړوند “عیسی خیلو” سیمه کې د ملي اردو عسکرو د ملکي خلکو د سپرلۍ په سراچه موټر د ډیسي توپونو ډزې کړې چې په کې ناستو کسانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
ځایي خلک وایي، په دغه برید کې د شیراغا او نعمت الله په نوم ۲ تنه ملکیان ځای پرځای په شهادت رسیدلي او دوه ۲ تنه میرمنې او یو ماشوم ټپیان شوي دي.

طالبانو پیښه بشرضده جنایت بللی خو سیمزو چاروکو او د ملي دفاع وزارت یې په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.
دا پیښه داسې مهال رامخته کیږي چې په دې وروستیو کې افغان عسکرو یوځل بیا د ولسي افغانانو پرضد شپنیو عملیاتو او مخامخ بریدونو ته زور ورکړی او تیرو څو ورځو کې یې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button