آسپانیا کې مرګونې ورځ:کرونا ۷۶۳نور کسان وژلي دي

بلخوا بیا ایراني چارواکي وایي چې تیرو ۲۴ساعتونو کې دغه هیواد کې د کرونا له امله ۱۴۴کسان وژل شوي او ۲۹۲۶ پرې تازه اخته شوي دي.

عزم(جمعه، ۸ وری ۱۳۹۹):د آسپانیا چارواکو ویلي، تیر څلورویشت ساعتونه یې هیواد کې تر ټولو مرګوني وه، چې په ترڅ کې یې په زرګونو کسان پر کرونا اخته او سلګونه نور ووژل شول.
د الجزیرة د راپور له مخې، له تیرې ورځې راهیسې دغه هیواد کې شاوخوا ۷۶۳تنه د کرونا له امله وژل شوي او تر ۸زرو زیات پرې تازه اخته شوي دي.

الجزیرة ویلي،اسپانیا کې تر اوسه په یاده ناروغي د اخته کسانو شمیر ۶۴۰۶۹تنو او د وژل شویو تعداد بیا ۴۹۵۸تنو ته لوړ شوی دی.

بلخوا بیا ایراني چارواکي وایي چې تیرو ۲۴ساعتونو کې دغه هیواد کې د کرونا له امله ۱۴۴کسان وژل شوي او ۲۹۲۶ پرې تازه اخته شوي دي.

د ایران د روغتیا وزارت وایي، تر دمه دغه هیواد کې د کویډو ۱۹ناروغي له امله د وژل شویو شمیر ۲۳۷۸ او د اخته کسانو بیا ۳۲۳۳۲تنو ته لوړ شوی دی…
آلمان کې هم دا ناروغي په خورا خوځښت سره روانه ده او تازه شمیرې ښیي چې له تیرې ورځې را په دې خوا ۲۴ دغه هیواد کې ۶۰کسان وژل شوي او تر ۸ زرو زیات پرې تازه اخته شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button