غور: په لسګونو تنه ملي او سیمییز پولیس له خپلو وسلو سره طالبانو ته ورغلي

عزم(شنبه، ۹ وری ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د غور ولایت شهرک ولسوالۍ اړوند سرپل سیمه کې د پولیسو د یوه سیمیز قوماندان په مشري په لسګونو تنه دولتي سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د قومندان نوم “صاحب خان” ښوودلی او ویلي یې دي چې « د نوموړي په مشري ۷۵ تنه پولیس او اربکیان د حقائقو په درک کولو سره له مجاهدینو سره یوځای شوي دي»

مجاهد زیاتوي، یوځای شویو امنیتي کسانو خپلې ټولې وسلې او مهمات ددوی سیمیزو مسؤلینو ته سپارلي او هغوی یې تود هرکلی کړی دی.

طالبانو د ټولو یوځای شویو کسانو نومونه هم خپاره کړي، خو د کورنیو چارو وزارت او سیمیزو چارواکو یې تر اوسه په تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button