بلخ: ۲۹دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

عزم(شنبه، ۰۹وری، ۱۳۹۹ل): د بلخ په زارع، خاص بلخ، کشنده، چمتال او شولګر ولسوالیو کې د حکومت ۲۹عسکر طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټرلیکلي«د بلخ ولایت زارع، خاص بلخ، کشنده، چمتال او شولګر ولسوالیو په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۲۹ تنه عسکر او پولیس د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.د جلب و جذب مسئولینو یې هرکلی وکړ.»

په تسلیم شویو عسکرو کې پولیس، اربکیان او د اردو عسکر دي، چې له خپلو ټولو مهماتو سره طالبانو ته ورغلي دي.

نن د بلخ سربېره په غور کې هم ۷۵حکومتي عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي وو.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې وروسته هره ورځ سلګونه حکومتي عسکر دندې پرېږدي او له طالبانو سره یو ځای کېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button