ننګرهار کې د ختیځ په کچه د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابراتوار پرانيستل شو

عزم(دوشنبه، ۱۱وری، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د ختيځ زون په کچه د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابر اتوار پرانيستل شو، چې هره ورځ به په کې د شاوخوا سل تر شک لاندې کسانو ټيسټونه کېږي.

د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز وايي، له کابل او هرات وروسته ننګرهار درېیم ولایت شو، چې د کرونا د تشخیص لابراتوار پکې پرانیستل کېږي.

دی وايي، په دغه لابراتوار کې به د ننګرهار سربېره د لغمان، کونړ او نورستان د خلکو معاینات هم کېږي او هره ورځ به د سلو کسانو معاینات پکې ترسره کېږي.«دغه لابراتوار ختيځ زون لپاره بسنه کوي؛ که اړتيا وي؛ نو د دې لابراتوار ظرفيت به لوړ کړي او همدا راز اضافه معاينات به په کابل کې تر سره کېږي.»

فېروز له ټولو خلکو وغوښتل، چې ځانونه خپل قرنطین کړي او د روغتیا پالانو هغه لارښوونې عملي کړي، چې د دغه ناروغۍ د مخنیوي په اړه یې کوي. «زموږ د وړاندوينې له مخې که هېوادوال په کورونو کې پاتې نه شي او له احتياط کار وانه‌خلي؛ نو اتيا سلنه نفوس به په دې وژونکې ناروغۍ اخته شي؛ خو له ولسونو هیله کوو، چې په وقايې سره افغانستان له بحران څخه وژغوري.»

نوموړي وویل، کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په موخه پنځلس مېليونه ډالر بوديجه ځانګړې شوې؛ خو که د پېښو شمېر زيات شي دغه بوديجه بسنه نه کوي؛ نو له همدې امله يې پر ولسونو وقايې ته د پاملرنې تاکيد وکړ.«خپل غذايي رژيم کې سبزيجات او مېوه جات زيات کړئ او هڅه وکړئ، چې ويټامين سي لرونکي خوړو څخه کار واخلئ.»

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نصیراحمد درانی وايي، د کرونا ناروغۍ مخنيوي او وقايې په برخه کې له تېرو دوو مياشتو راهیسې د مرکزي ادارې د هداياتو تعقيب، عامه پوهاوي، ګڼې ګوڼې مخنيوي او بېوزله وګړو سره د مرستو تر سره کېدو په موخه یې ګڼ کارونه ترسره کړي دي.

د یادونې وړ ده، تر دې دمه په ننګرهار کې د کرونا ناروغۍ د تشخیص لابراتوار نه و.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button