افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېر (۱۷۰) ته لوړ شو

عزم (دوشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۹): تازه راپورونه وايي چې هرات کې د پنځه ويشتو نورو مثبتو پېښو په ثبتېدلو سره، افغانستان کې د کرونا وايروس د ناروغانو شمېر ۱۷۰ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت سلاکار ډاکټر وحیدالله مايار رسنيو ته ويلي چې  په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د هرات لابراتوار ته ۱۳۶ نمونې وړل شوې وې، چې له هغو څخه یې ۲۵ مثبتې او پاتې نورې منفي وبلل شوې.
ښاغلي مايار ويلي چې د دغو پنځه ويشت ناروغانو له جملې اوولس نارينه او اته يې ښځې دي.
د يادونې وړ ده چې د دغو پنځه ويشتو پېښو په ګډون هرات کې تر اوسه ۱۳۱ او پاتې مورو ولايتونو کې ۳۹ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې په سره د هېواد په سطحه د کرونا ناروغانو شمېر ۱۷۰ تنو ته لوړ شو.
نړيوال راپورونه وايي چې تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه د پاسه اووه نيم سوه زره کسان په دغه وايرس اخته شوي، شاوخوا ۳۶ زره کسان مړه شوي او تقريباً ۱۴۵ کسان بيرته روغ جوړ شوي.
هېره دې نه وي چې د طالبانو له خوا هم په لاس لاندې سيمو کې هم د دغه وايروس په اړه جدي تدابير نيول شوي او د عامه پوهاوي پراخ کمپاينونه روان دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button