د لوړو زده کړو وزیر د انټرنیټ قیمت کې د کمي غوښتنه وکړه

عزم(سه شنبه، ۱۲ وری ۱۳۹۹): د لوړو زده کړو وزیر جمهوري ریاست نه غوښتنه کړې چې د اشرف غني د انلاین ښوونې طرحې د عملي کیدو لپاره دې د انټرنیټ بیو کې کموالی راشي.

ارګ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې اشرف غني نن د لوړو زده کړو وزیر عبدالتواب بالا کرزي سره د ویډیویي کانفرانس له لارې د دغې طرحې په مناسبت خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ویډیویي کانفرانس کې د لوړو زده کړو وزیر د یادې طرحې د عملي کیدو لپاره د بودیجې د ځاګړتیا او انټرنیټ د بیو د کموالي غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي چې د انلاین ښوونې طرحې لپاره د ۲۵۰ زرو زده کوونکو د ښوونې پلان لري.
هغه له مخابراتو او ټیکنالوژی وزارت او د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې څخه د انلاین ښوونې په تخنیکي برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.

اشرف غني د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه غوښتي چې د انلاین ښوونې د بودیجې اندازه معلومه کړي او د یاد سیسټم طراحانو ته مډال باید ورکړل شي.

د یادونې وړ دی چې د انلاین ښوونې طرحه د کرونا وایروس له امله د رخصتیو او د پوهنتونونو او مکاتبو د بندیدا له وجې تر څو زده کوونکي په رخصتیو کې له زده کړو محروم نه شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button